افغانستان

اشرف غني ولایتي چارواکو ته امر کړی چې د نوم لیکنې شمیرې په ډاګه نه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل): د پارلمانې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر چې یوه اونۍ يې تېره شوه، تر اوسه شاوخوا ۱۹۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې د چارواکو او کارپوهانو په نظر ډېر کم شمېر دی او له وجې يې د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندي راځي.

د کارپوهانو په نظر د نوم لیکنې بهیر چې په لویو ښارونو کې کمزوری دی، په ولایتونو کې به یې تر دې هم بد حال وي، چې له امله یې ولسمشر اشرف غني د ارګ څخه د ۳۴ ولایتونو د والیانو، امنیتي چارواکو او دولتي مسؤولینو سره خبرې وکړې او امر یې وکړ چې دولتي منسوبین دی د خپلو کورنیو سره نوم لیکنه وکړي او ولس دې وهڅوي.

په یوه تازه راپور کې ویل شوي په ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسون نمایندګانو رسنیو ته د نوم لیکنې د بهیر وروستیو شمېرو ورکولو څخه ډډه کړې او ویلي يې دي چې ولسمشر اشرف غني او د ټاکنو خپلواک کمیسون د نوم لیکنې د شمېرو په ډاګه کولو څخه منعه کړي دي.

دوی ویلي چې ولسمشر اشرف غني ددوی سره په ویډیويي کانفرانس کې د وینا پر مهال امر وکړ چې دغه شمېرې دي یوازي د خپل کمیسون سره شریکوي او رسنیو ته د څرګندولو څخه دي ډډه وکړي.

د ولسمشر له لوري دغه امر د نوم لیکنې د بهیر او راتلونکو ټاکنو په اړه اندېښنې او شکونه را پارولي دي.

د بدخشان ولایتي شورا غړي عبدالله صدیقي ویلي چې دا خپله په ځان کې یو ستر فساد او درغلې ده.

د بلخ ولایت د ولايتي شورا غړي محمد ابراهیم خیر اندیش طلوع نیوز ته وویل: که دوی دغه شمېرې نه څرګندوي، نو دا به د ولس او ټاکنو کمیسون تر منځ بې باورې لا زیاته کړي.

ورته څرګندونې نورو چارواکو، ولایتي مسؤولینو او عامو خلکو هم کړي دي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه اجرائیه رئیس د وزیرانو په شورا کې ویلي وه چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه حتما باید کامیابه شي، ځکه چې ددې د ناکامي په صورت کې به د هیواد ټول سیاسي نظام د چلینج سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x