افغانستان

لوګر: د چاپې وروسته د ملکیانو کورونه تخریب شوي / انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل): تېره شپه د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې دولتي او بهرنیو ځواکونو چاپه وهلې او له چاپې وروسته یې یو شمېر کورونه تخریب کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبر کې ویلي چې چاپه د څلوزیو په سیمه کې پر ملکي کورنو تر سره شوې او هلته د خلکو قیمتي مالونه او وسایل لوټ شوي دي.

نوموړي ویلي چې د چاپې وروسته کورونه بمبار او تخریب شوي دي، چې له امله یې یو مسجد هم زیانمن شوی او ۳ کلیوال بندیان شوي دي.

بلخوا د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د شیخانو کلي یوه اوسیدونکي نن ټکی اسیا ته لاندي انځورونه را ولیږل او وې ویل چې ګډو ځواکونو تېره د چاپې پر مهال د «ګل وزیر» په نوم د ملکي کس کور ته چاودنه ورکړه چې له امله یې کور په بشپړه توګه ویجاړ شو.

سرچینې ویلي چې د چاپې پر مهال د پنځو نورو کورنو دورازې هم الوځول شوي، پنځه موټر سایکلونه سوځول شوي او د محمد عالم په نوم یو ملکي کس وژل شوی دی.

دوی ویلي چې محمد عالم او نه هم ګل وزیر د طالبانو یا بل سیاسي ګوند سره اړیکه لري.

انځورونه:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x