finger cut

د ګوتو پريکول د یوه وحشیانه فرهنګ په توګه – سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: تر دوهم پړاو ټاکنو وروسته د هرات ولایت له رباط سنګي ولسوالۍ څخه داسې خبرونه ورکړل شول چې مخپټو وسله والو د ۱۱ تنو هغو پښتنو کلیوالو ګوتې ور پریکړې کومو چې په ټاکنو کې ګډون کړی وه او له ټاکنیزو مرکزونوڅخه بیرته د خپل کور په لور روان ول.

دا چې په پیل کې د دې کار پړه پر طالبانو ور واچول شوه نو دې خبرې په ډیر کم وخت کې په محلي رسنیو سربیره په نړیوالو رسنیوکې هم پراخ انعکاس وموند، افغان ولسمشر حامد کرزي ، د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بانکیمون او نورو نړیوالو د بشري حقونو مدافعو ټولنو ورباندې خپل چټک غبرګون ښکاره کړ.

خو کله چې طالبانو د یوې رسمي اعلامیې په صادرولوسره د دغې وحشیانه کړنې د غندلو ترڅنګ د هغې د عاملینو د مجازات ګواښ هم وکړ نو خبره یو په یوه خاموشه شوه.
د دې ناوړې پیښې په تعقیب نن ځینو خبري رسنیو رپوټ ورکړ چې په شمالي ولایت بغلان کې دولتي عسکرو د محمد داد نومي ځوان ګوته په دې خاطر ور پري کړې چې نوموړي خپله رایه د اشرف غني احمد زی په ګټه کارولې.
د نوموړی ځوان له قوله ویل شوي چې دغو عسکرو غوښتل د ده غوږ او پزه هم پرې کړي، خو له ده څخه د ګوتې پریکولو پرمهال له ده سره دوه نور کشران وروڼه هم یوځای ول او هغوی په چیغونارو سره کلیوال راخبر چې د هغوی په مټ دا ځوان د دولتي عسکرو له منګولو ژغورل شو.
د وروستیو معلوماتو له مخې د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د ۱۱ کلیوالو د ګوتو پریکولو اصلی لامل هم د انتخاباتي ټیمونو خپل منځي سیالې وه .
د ګوتو پریکولو دا وحشیانه طریقه که د هرچا لخوا او تر هر نامه لاندې وي واقعا چې یوه غیر اسلامي ، غیر انساني او خیر اخلاقي طریقه ده او مسؤل چارواکې یې باید په مخنیوي او د عاملینو په پیګیري کې جدي اقدام وکړي، نه دا چې له هغې څخه د جانب مقابل پرخلاف یوه تبلیغاتي استفاده وکړي.
خو له بده مرغه چې زمونږ په هیواد کې تر ډیره بریده د دغسې ناوړو پیښو د مخنیو ي په ځای له هغو څخه د مقابل لوري پرخلاف تبلیغاتي استفاده کیږي چې دا کار په خپله په ټولنه کې د دغه ډول بوږنوونکو حاثاتو د زیاتیدو سبب کیږي.
مونږ ولیدل چې په انتخاباتي غورځوپرځوکې په هرات کې د ۱۱ تنو بیوزله کلیوالو د ګوتو پریکولو ترڅنګ د هیواد په نورو ولایتونو کې یو شمیر مظلوم انسانان له ژوند څخه محروم کړای شول چې د هغوی له جملې څخه د ننګرهار په ولایت کې د معلومو توپک والو په لاس د یوه معصوم ماشوم بیرحمانه وژنه ده چې ټولو خبري رسنیو یې خبر نشر ، مګر د عاملینو د مجازات په اړه یې هیڅ اقدام ونکړای شو.
د ګوتو پریکول ، په خپل منځي انتخاباتي سیالیوکې د انسانانو وژل ، تقلب او درغلی کول دا ټول د امریکایانو ترحمایت لاندې د بیواکه فاسدې اداري هغه ترخې لاسته راوړنې دي چې په افغانستان کې د ترقي او دیموکراسي عملي کولو په نوم ترسره او جنایت کاره عاملین یې د دیموکراسي د اتلانو په نوم د مجازات پر ځای نورهم د اقتدار او امتیازاتو غوښتنه لري.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د