فراه : طالبانو ۸ تنه سنګوري اربکيان ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل): د فراه ولايت په فراه رود ولسوالۍ کې د کندهار ـ هرات پر لویه لار طالبانو ۸ تنه سنګوري اربکیان ژوندي نيولي.

پېښه تېره شپه د فراه رود ولسوالۍ اړوند د بازار او دوراهي په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې کله چې طالبانو د سنګوري اربکيانو پر پوسته شپنۍ چاپه وهلې.

د ځايي سرچينو له قوله په سيمه کې دوو پوستو سقوط کړی ، قومندان شیراغا او ۷ تنه نور سنګوري اربکیان نيول شوي او د طالبانو له لوري نامعلوم ځای ته وړل شوي.

د فراه دولتي چارواکو تر دې مهاله د پيښي اړوند څه نه دي رسنيز کړي.

طالبانو د برید د مسؤليت تر څنګ منلې چې ياده شپنۍ چاپه يې د يو شمېر تسليم شويو اربکيانو په مټ وهلې.

دوی وايي : (( په پوستو کي له دښمن څخه ۱۹ میله سپکه او درنه وسله (۲ثقیلان ، ۲ راکټونه، یو بم افګن،۲ چلترټوپکونه، ۱۲ کلاشینکوفونه) یو رینجر موټر، یو لوکسل موټر ، یو موټرسایکل او ګڼ شمېر نور مهمات او مرمۍ د مجاهدینو لاس ته ورغلي)).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د