افغانستان

بغلان : پلخمري کې د نوم لیکني مرکز ته څېرمه چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل):د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د نوم ليکني مرکز ته څېرمه چاودنه شوې.

ځايي سرچيني وايي د چاودني له امله ۶ تنه وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.

پېښه تازه ده لا يې په اړه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د بغلان ولايت چارواکو رسنيو ته منلې چې د بريد له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ، د دوی په وينا چاودېدونکي مواد لا له وړاندي په سيمه کې ځای پر ځای شوي وو.

په ټاکنو کې د نوم لیکني د پيل راهيسي د نوم ليکني پر مرکزونو دا پنځم بريد شمېرل کيږي.

دا په داسي حال کې ده چې نن ورځ سهار ۱۰ بجې مهال په کابل ښار کې د نوم ليکني پر مرکز سرتيری بريد شوی چې له امله يې تر دې دمه ۱۲ تنه وژل شوي او ۵۷ نور ټپيان دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي د کابل نننۍ چاودنه په دوی پوري اړه نه لري.

لا تر دې مهاله د بريدونو مسؤليت چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x