افغانستاننن په انځورونو کي

کابل: د چاودنې قربانیانو شمېر پورته شو – د پيښې وروسته انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل): نن سهار د کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې د دشت برچی په سیمه کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پر یوه مرکز چاودنه وشوه چې له امله یې تر اوسه د عامې روغتیا وزارت په وینا ۳۱ تنه وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې چاودنه د سرتیري بریدګر په واسطه را منځته شوې، خو تر اوسه یې چا مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.

باید وویل شي چې نن په بغلان ولایت کې هم د نوم لیکنې یو مرکز په نښه شوی او هلته هم ویل کیږي چې درنه مرګ ژوبله را منځته شوې.

د پيښې سمدستي وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په دغه پېښه کې دوی لاس نه لري.

د پيښې وروسته اخیستل شوي انځورونه:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x