افغانستان

«القاعده بیا افغانستان ته نه راستنیږي»

نن ټکی آسیا: ولسمشر حامد کرزی وايي چې القاعده بیا افغانستان ته نه راستنیږي. ده دا احتمالات رد کړل چې دوی به بیا په افغانستان کې قوت پیدا کړي.

د بي بي سي خبریال لیز ډوسیټ په کابل کې له کرزي سره مرکه کړې، کرزي په دغه مرکه کې ویلي چې څه په عراق کې روان دي، دا په افغانستان کې هیڅکله نشي کېدلای.

کرزي په افغانستان کې د القاعده موجودیت هم په کلکه رد کړ، «افغانستان کې القاعده نشته».

لویدیځ پلوه شننونکي په دې اند دي که له افغانستان امریکايي ځواکونه ووځي نو په دغه هېواد کې به القاعده یو ځل بیا قوت پیدا کړي، خو کرزی دغه احتمالات ردوي.

کرزي په دغه مرکه کې زیاته کړې چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه په سمه توګه نه ده شوې، په سیمه کې ددې پایلې ښکاري. کومه جګړه چې جورج بش د «ترهګرۍ» په خلاف پیل کړه، دا يې باید د افغانانو کورونو او کلیو کې نه وی کړی. ده وویل چې دغه جګړه باید د سرحدونو څخه بهر شوې وه.

که څه هم طالبانو په وار وار دا رد کړې چې دوی د کابل حکومت سره هیڅ ډول خبرې نه دي کړي خو کرزی وايي چې له طالبانو سره اړیکې لري، ده په مرکه کې ویلي: « طالبان له ماسره همېشه اړیکي نیسي، موږ لیکونه تبادله کوو او لیدنې کتنې هم سره کوو».

شاید د کرزي موخه هغه طالبان وي، چې اسلامي امارت له خپلو صفونو ویستي دي.

کرزی وايي تر ټولو مهمه خبره داده چې افغانستان ساتنه د افغانانو کار دی، امریکا دې نوره په افغانستان کې نه پاتې کیږي.

ولسمشر کرزي چې د واک موده یې نوره په ختمېدو ده، د امریکا سره تر دې دمه امنیتي تړون لاسلیک نه کړ، نوموړی وایي تر هغې چې امریکا ددې ضمانت رانکړي چې د افغانانو په کورنو به چاپې نه اچوي، بې ګناه افغانان به نه وژني ترهغې زه دا تړون نه لاسلیکوم. د کرزي دغې قاطعې پریکړې زیات شمېر افغانان خوښ کړي، طالبانو هم د کرزي دغه دريځ ستایلی او د یوې اعلاميې په ترڅ کې چې څه موده مخکې خپره شوې وه له کرزي غوښتي وه چې په خپل دريځ کلک ودریږي، او د«غلامۍ » دغه تړون دې نه لاسلیکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x