افغانستان

فاریاب : چارواکي وايي طالبانو ۵ پوستې نيولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل):د فاریاب ولايت دولتي چارواکي وايي طالبانو په پښتونکوټ او بل څراغ ولسواليو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي.

د دوی په وينا د طالبانو د بريدونو له امله پنځه پوستې سقوط شوي ، ۷ تنه اربکيان او پولیس وژل او ۵ نور ټپيان دي.

د پښتونکوټ ولسوال میرویس پارسا وايي : تېره شپه طالبانو په دهندره سيمه کې پر پوستو بريدونو کړي او د دوی سرتيري يې شاتګ ته اړ کړي ، د پارسا له قوله په جګړه کې ۵ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د بل څراغ ولسوال جميل صديقي وايي لا هم د يادي ولسوالۍ په چرمګر او خشت پل سیمو کې جګړه روانه ده چې له امله يې ۲ تنه عسکر وژل ژوي او ۵ نور ټپيان دي.

طالبانو د بریدونو پخلی کړی ، دوی وايي تېره شپه يې په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د قومندان دین محمد په شمول ځيني عسکر وژلي چې لا يې جسدونو د جګړې په ډګر کې پاتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x