fbpx

د کابل چاودنې مسؤولیت داعش په غاړه واخیست – انځورنه دوهمه برخه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل): نن سهار د کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې د دشت برچی په سیمه کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پر یوه مرکز چاودنه وشوه چې له امله یې تر اوسه د ۳۱ تنو وژل کېدو او ۵۴ تنو نورو ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

ویل کیږي چې چاودنه د سرتیري بریدګر په واسطه را منځته شوې، چې داعش یې مسؤولیت په غاړه واخیست.
په ټویټر کې د داعش ډلې اعماق اژانس په عربي ژبه خبرپاڼه کې ویلي چې ددوی سرتیري بریدګر پر ځان د تړلي بم په واسطه د دشت برچي په سیمه کې یو ټاکنیز مرکز په نښه کړ.

باید وویل شي چې د پيښې سمدستي وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په دغه پېښه کې دوی لاس نه لري.

د پيښې وروسته اخیستل شوي انځورونه:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د