نړۍ

عراق له امریکا څخه پر پاڅونوالو د هوايې برید غوښتنه وکړه

نن ټکی آسیا: له ډېرې مودې ناکراریو وروسته عراقي حکومت یو ځل بیا د امریکا غېږې ته کچکول یووړ او پر خپلو مخالفینو باندې يې د هوايي بریدونو لپاره رسماً نظامي مرسته ترې وغوښته.

د امریکا د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارټن ډمپسي هم ومنله ، چې د عراقي پاڅونوالو او داعش وسلوالو پر ضد له دوی څخه د هوايي بریدونو مرسته غوښتل شوې.

دا خبر وروسته له هغې رسنیو ته را وځي، چې د عراق د ولسي پاڅون وسلوالو ځواکونو په بیجي ښار کې د تیلو د تصفیې د ستر مرکز د نېولو په موخه پراخ عملیات پيل کړل.

د دغه مرکز په اړه ویل شوي، چې د هېواد ډېری تیل همدلته تولېديږي او همدارنګه د عراق په اقتصاد کې هم مهم رول او ستره ونډه لري.

عراقي ولسمشر له دې وړاندې هم د مخالفینو د ځپلو لپاره د امریکا د نېغه په نېغه مرسترې په تمه و، خو داسې بريښي، چې نور یې د صبر کاسه پر سر واړوله او له خپل پخواني مرستندوی ځواک نه یې د مرستې غوښتنه وکړه.

د امریکا ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو مخکې ویلي ول، چې امریکا به عراق ته ځواکونه وانه ستوي؛ خو پر نورو لارو چارو به غور وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x