شعـــــرونه

بیا هم ځو – اسدالله رزین شعر

اتحاد کی زموږ قوت ده اتحاد زموږ شعارده
په دغه لاره ؤتللی بیا هم ځودغه مولارد ه

۱- دتاریخ پاڼی درګوره همدغه زموږ عظمت ؤ
په دښمن دبرلاسی مو همیشه د غه طا قت ؤ
دامیراث داتلانو ثابت سو ټینګ یا د ګارده
په دغه لاره ؤتللی بیا هم ځودغه مولارده

۲- همدغه زموږهستی وه همدغه زموږآوازؤ
پکی پروت زموږغیرت ؤهمدغه مودژوند سازؤ
هغه اوس هم حقیقت ده اوهم هغسی وقارده
په دغه لاره ؤتللی بیا هم ځو دغه مو لارده

۳- موږوسله کله لرله همدغه زموږ وسله وه
نورمویومخ لاس خالی ؤ بس همدغه موتوښه وه
ددښمن زړه کی هغه ویره اوس هم ناسورپرهارده
په دغه لاره وتللی بیا هم ځودغه مولارده

۴- دښمن نه غواړی چی پاته وی قوت زموږلاسوکی
دجهادوینه مومسته شورمستی موپه سینوکی
د(رزین)خوله کی یوه ژبه یوه خبره یواقرارده
په دغه لاره وتللی بیاهم ځودغه مولارده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x