بلخ: د دولتي ځواکونو عملیاتو سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړ کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲غويي، ۱۳۹۷ل): د بلخ د چهاربولک اوسېدونکي وايي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له ګواښ نه سلګونه کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو اړ شوې دي.

ازادي راډيو د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو له خولې وايي چې امنیتي ځواکونو له تېرو دوو ورځو راهیسې عملیات پیل کړي او ولسي کورونه او وګړي په نښه کوي.

د سدوخان په نوم یو تن چې له چهاربلوک ولسوالۍ نه مزار شریف ښار ته کډه شوی، سرچینې ته ويلي چې دولتي ځواکونو د خلکو په کورونو ډزې کولې او طالبانو هم ژوند ته نه پرېښودل.

په بلخ کې امنیتي مسوولین هم په چهاربلوک کې د پوځي عملیاتو د پیل پخلی کوي، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو دعوه کوي چې له ګڼو کلیو يې طالبان ایستلو ته اړ کړي دي.

په شمال کې د شاهین قول اردو وياند حنیف رضايي وايي عملیات يې په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.

طالبانو بیا د دولتي پوځي عملیاتو د ناکامۍ خبر ورکړی او وايي د دې ولسوالۍ امنیه قومندان ضابط خنجر په ګډون يې څلور قومندانان وژلي او ۳۴ عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دوی د خپلو دوو ملګرود وژل کېدو او څلورو نورو ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د