افغانستان

احمدضیا مسعود: د واک د ترلاسه کولو لپاره هېواد د کړکېچ پر لور مه کاږئ

نن ټکی اسیا (غبرګولی، ۲۸، ۱۳۹۳ل): نن د اشرف غني احمدزي د «دوام او بدلون» د ټیم مخکښ غړي او د پخوانۍ شمال ټلوالې د پخواني مشر، احمدشاه مسعود ورور، احمدضیا مسعود په کابل کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د قومي او جهادي مشرانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې هېچا ته اجازه ورنه کړئ، چې د واک د ترلاسه کولو لپاره هېواد د کړکېچ پر لور وکاږي.

مسعود وویل، سیاستوال د خلکو د جهادي، قومي او مذهبي احساساتو په پارولو هېواد د کړکېچ پر لور بیابي.

د ضیا مسعود نننۍ خبرې تر ډېره د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د مشر، عبدالله عبدالله د وروستيو دریځ نیونو په غبرګون کې وې. عبدالله ویلي و، چې که د رایو شمېرنې بهیر ونه ځنډول شي، هېواد به د کړکېچ پر لور ولاړشي. د عبدالله وروستۍ څرګندونې کم سارې ګڼل شوي دي. د دغه نوماند دغه ډول څرګندونې هغه مهال منځ ته راغلې، چې د ټاکنو دویم پړاو کې د اشرف غني په وړاندې مات ښوول کېږي.

احمدضیا مسعود زیاته کړه: «ګټل او بایلل د ټاکنو د بهیر یو معمول کار دی او بایللی ټیم ښايي هېواد د کړکېچ پر لور بو نځي».

مسعود وویل، چې لومړنۍ شمېرنې ښيي، چې د دوام او بدلون ټیم ګټونکی دی.

احمدضیا مسعود د نن ورځې غونډې په پای کې وویل: «ښايي داسې ونه انګېرو چې که ټاکنو کې بریالي نه شوو، په هر ډول چې وي خپلې غوښتنې پر ولس او هېواد وتپو».

احمدضیا مسعود د پخوانۍ شمال ټلوالې او اوسني جمعیت ګوند یوازینی مشر دی، چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي له ټیم سره دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x