افغانستان

کابل: امریکايي ځواکونو یو هلک په موټر وژلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په مسعود څلور لارې کې د امریکايي ځواکونو موټریز کاروان یو هلک په موټر وهلی او وژلی دی.

پېښه نن غرمه ۱۲ بجې شاوخوا را منځته شوې.

د پيښې سمدستي وروسته امریکايي موټر له صحنې څخه تښتېدلې او هلک یې د سړک پر غاړه مرګ ته پرې ایښی دی.

د پيښې وروسته خلک را ټول شوي او پر څلور لاری یې د امریکایانو پر ضد لاریون کړی او لاره یې د ترافیک پر مخ تړلې ده.

باید وویل شي چې تېره اونۍ هم بهرنیانو دوه تنه په موټر وهلي وه چې په اړه یې ډول ډول خبرونه ورکول شوي وه.

ځینو سرچینو ویلي وه چې دوه تنه ماشومان یې ځای پر ځای وژلي او یوه مېړه او ښځه یې ټپيان کړي دي، خو ځینو نورو سرچینو بیا ویل چې یو تن وژل شوی او بل د کوما په حالت کې روغتون ته رسیدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x