افغانستان

د ټاکنو خپلواک کمیسیون: خلک دې پر موږ باور وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲غويي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د سستې پروسې په جریان کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي خلک دې پر موږ باور وکړي.

د دې کیمسیون مشر عبدالبدیع صیاد د ټاکنو د شفافو ترسره کېدو ډاډ څرګندوي، خو له خلکو غواړي چې د نوم لیکنې مرکزونو ته تشریف یوسي.

صیاد وايي په ټولو ولایتونو کې کارونه منظم روان دي، د دوی ټول کمیسیونونه د شفافو ټاکنو لپاره ژمن دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې له خلکو د باور هیله کوي، چې د نوم لیکنې پروسې په اړه محمد اشرف غني د شمېر نه څرګندولو امر کړې دي.

په ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسون نمایندګانو رسنیو ته د نوم لیکنې د بهیر وروستیو شمېرو ورکولو څخه ډډه کړې او ویلي يې دي چې ولسمشر اشرف غني او د ټاکنو خپلواک کمیسون د نوم لیکنې د شمېرو په ډاګه کولو څخه منعه کړي دي.

دوی ویلي چې ولسمشر اشرف غني ددوی سره په ویډیويي کانفرانس کې د وینا پر مهال امر وکړ چې دغه شمېرې دي یوازي د خپل کمیسون سره شریکوي او رسنیو ته د څرګندولو څخه دي ډډه وکړي.

د ټول هېواد په سطحه د تاکنو لپاره په تېره اوونۍ کې یوازې ۱۹۰ زرو تنو نومونه لیکلي، چې ارګ يې هم اندېښمن کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوم لیکنې پر وړاندې د نورو خنډونو تر څنګ نا امني هم یو ګواښ بولي، نن په بغلان کې د نوم لیکنې مرکز ته څېرمه چاودنې یوولسو تنو مرګ – ژوبله واړوله، پر دې سربېره پلازمېنه کابل کې هم د نوم لیکنې یو مرکز د خونړۍ حملې شاهد و، چې لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

ټاکنی پدی هیواد کی هسی تیر ایستل دی او د مظلوم ملت په سترګو کی د خاور اچول دی اوبس ټاکنی خو امریکا کوی مګر مظلوم ملت یی باج باسی مظلوم ملت ټاکنی وکړی مګر امریکا مونږ ته دوه ناولی مشر مقرر کړل هرڅه خاورو سره خاوری شول ملت شروفساد نه غواړی مګر امریکا حکومت شروفساد ته ورتسلیم کړ.
هسی بیت المال دی مصرفیږی ملت تباه کیږی او دوی پری لوبی کوی بیابه داسی یوکس راشی چی د امریکا ګوډاګی وی او د خپل د جیب ډکول به غواړی.

الحاج استاذ بیانزی

د موکراسی د اسلام مخالفه کاپی ده یعنی حرام او حلال یی سره سرچپه دی د دموکراسی حلال اسلام کی حرام او د دموکراسی حرام په اسلام کی حلال دی داسی ویلی شو چه دموکراسی الحاد او کفر دی . ټاکڼی د دموکراسی د پرمخ وړلو د پاره د دوه مواردو له مخی د اهمیت او ارزښت وړ دی. لمړی : د ټاکنو په نوم دجال خپل غلامان د هری درغلی ، رشوت او چل و فریب له لیاری قدرت ته رسوی، د خلکو له ناپوهی او غریبی او د حکومتو له ناوړتیا ،عیاشیو او ناپوهیو هم استفاده کوی .… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x