آی پي ایل: راشد خان به د تیرې لوبې خپل غچ واخلي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداکریزو سیالیو کې نن د راشد خان او مهندارسینګ دهوني لوبډلې مخامخ دي چې راشد خان به د تیرې لوبې غچ له دې لوبډلې څخه د اخیستلو کوښښ کوي.

دغه لوبه کې چې شیبه وروسته (۳ بجې) پېل کېدونکې ده او لومړی د دهوني لوبډله توپوهنه کوي، راشد خان په لوبډله کې شامل دی او عزم لري چې د تیرې لوبې غچ (چې د کریس ګېل لخوا پرې یو اور کې ۴ پرلپسې شپږیزې لګېدلې وې) واخلي.

که څه هم د یو شمېر مبصرینو او کرېکټ چارواکو لخوا (ډین جونز، ټام مووډي او لوبډلمشر کین ویلیمسن) سربېره پر دې د راشد خان لوبه ستایلې او هغه یې خپل آیډیل بللی، خو راشد خان غواړي خپل تېر غچ واخلي او یو ځل بیا مینوالو کې د ځان لپاره جذبه راپورته کړي.

د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې لخوا محمد نبي یو ځل بیا ددغې لوبې لپاره په یوولس کسیزه لوبډله کې نه دی شامل کړی او پرځای یې شکیب الحسن اخیستل شوی دی.

د آی پي ایل قانون دی چې د خارجي لوبغاړي ځای به خارجي لوبغاړي ته ورکول کیږي، چې محمد نبي هم آلراونډر دی او شکیب الحسن هم، خو په روان پړاو کې د لوبډلې لپاره تر دې دمه شکیب الحسن شه ثابت شوی.

له بل پلوه د راشد لوبډلې اوپنر غوره توپوهونکی شیکر دهاون هم په لوبډله کې نه دی شامل شوی، نوموړی تېره لوبه کې د توپ لګېدنې له امله له توپوهنې کښینول شو.

په چینایي لوبډله کې د سویلي افریقا غوره توپوهونکی فاف ډوپلیسي له لویې وقفې وروسته یو ځل بیا لوبډلې ته راستون شوی، نوموړی د استرالیا پر وړاندې لوبه کې ټپي شوی و.

د یادونې وړ ده چې د دهوني لوبډله (چینایي سوپر کینګز) د آی پي ایل غوره لوبډله بلل کیږي او توانېدلای شي هرې لوبې ته ماتې ورکړي، همدا ډول مبصرینو ننۍ لوبې ته د غوره توپوهونکو (چینایي لوبډله) د غوره توپ اچونکو (حیدر اباد لوبډله) ترمنځ سیالۍ بللې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

ژوندی لوبه چیري نشریږی ادرس راته ولیکه