شعـــــرونه

یادونه – د صبور رؤفي غزل

تــــه خـــــــو لاړی دا یادونه د هــــم یوسه

زړه می مات شو تیر وختونه د هـــم یوسه

هـــــره شپه چی راته مخکی مخکی کیږی

ګلــــــی راشه دا خــــــوبونه د هــــم یوسه

چی به موږ پکی دیدن کړو او خوشحال و

راشه هـــــغه مـــاښامــــــونه د هـــم یوسه

زه یــــــوازی داســـــی ښه یم چی ژړیږم

تا راکـــــــړی ګلابــــــــونه د هــــم یوسه

د صــبور له غم بی غمی داسی مه کړه

ورســـــره ستا تصویرونه د هــــم یوسه

کابل ۲۸ـ۳ـ۱۳۹۳ آریانا نیور(TV)
عبدالصبور روفی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx