د را روانو ټاکنو وروستۍ پایلې به دوه میاشتې وروسته اعلانېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲غويي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د ټاکنو له ترسره کېدو دوه میاشتې وروسته به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

د دې کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې خبريالانو ته وویل، د ولسوالیو د شوراګانو او د پارلماني ټاکنو لپاره به د نوماندانو نومونه د جوزا له پنځمې تر ۲۲مې ثبت شي.

د هغه په وینا د زمري په ۱۲مه به د نوماندانو وروستۍ لړلیک رسماً خپور کړي.

هغه وویل د تلې په ۲۸مه به ټاکنې ترسره شي، د لړم په ۱۹مه به يې لومړنۍ او د لېندۍ په ۲۹مه به يې وروستۍ پایلې اعلان شي.

د صیاد په وینا د ولسواليو د شوراګانو د ټاکنو پایلې به تر دې هم وځنډېږي او لومړنۍ پایلې به يې د لېندۍ په ۱۸مه او وروستۍ به يې د دلوې په څلورمه اعلان شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر وویل چې د ټاکنو په تړاو شکایتونه به هم په یادو نېټو تر څېړنې لاندې ونیول وشي.

صیاد وړاندې زیاته کړه چې د ولسوالیو د شوراګانو نوماندان به د تبلیغاتو لپاره د تلې له ۱۱مې خو د ولسي جرګې لپاره نومادندان به د تلې له پنځمې د تلې تر ۲۵مې وخت ولري.

هغه د ټاکنو د ناوخته پایلو د ځنډ علت ونه ښود، خو ويې ویل چې دوی هڅه کوي شفافي ټاکنې ترسره کړي او خلک دې پر دوی باور لري.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د