سرپل : طالبانو د ولايت په څلور کيلومترۍ کې پراخه ساحه لاندي کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲غويي، ۱۳۹۷ل): د سرپل ولايت مرکز ته څېرمه شاوخوا په څلور کيلومترۍ کې پرتې سيمي (دارقلق او تلبلاق ) له دوه ورځنۍ محاصرې وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلي.

طالبانو په سيمه کې د تیري جمعې ورځي راهسي يو شمېر پوستې او مرکزونه محاصره کړې وو ، که څه هم دولتي چارواکو د سرپل له مرکز څخه د محاصرې ماتولو په موخه ستره قوه سيمه ته ولېږل خو تر رسېدو وړاندي يې طالبانو په لاره کې مخه ډب کړه.

د سرپل ولايت ځايي چارواکي په سيمه کې د جګړې او شاتګ پخلی کوي خو د مرګ ژوبلي اړوند يې لا څه نه ده رسنيز کړي.

طالبان وايي د يادو ستراتيژکو سیمو بشپړ واک يې تر لاسه کړی او ګڼ شمېر عسکر يې وژلي.

د پيښي بشپړ جزئيات به وروسته خپاره شي.

5 تبصرې

  1. سبحان الله یا الله ته دی دی اسلامی لښکر مل شی ته ورته بریا په نصیب کړی یاالله ته زموږ هیواد باندی یوځل بیا د تل لپاره د اسلام سپین بیرغ رپانده کړه او د امریکا د غلامانو مخونه د تل لپاره تور کړه تباه او برباد یی کړه یاالله.

    • عبدالولي وروره،
      داد دجال غلامان به انشاالله ماتي خوري او بيا به ددغو دالرخورو او بي وجدانه غلامانو سره حساب او کتاب کيږي. دهغي ورځي په انتظار. په خداي ج مو سپارم .
      په درناوي. کاروان

  2. الحاج استاذ بیانزی

    فهیم صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ، او زه تاسی ته داد درکوم چه طالبان د الله ج عسکر دی الله ج ورسره ملګری دی دا ځکه چه دوی د الله ج سره هم ملګری دی د الهی نظام د حاکمیت د پاره په خانوو مالو او اولادو قربانی ورکوی او بیا د دومره لوی دجال سره چه چین ، روسیه او اروپا سره په ګده د مخامخ جکړی زور نه لری او دوی نه یواځی زور لری بلکه په ګونډو کړی یی ده دا ټول د الله ج نصرت دی

  3. سپین بیرغ باید په سپینو لاسونو او سپینو زړونو د سپینو خلګو د سپینو ارمانونو پر سپین ډګر ورپول شی خو د بده مرغه په لومړنۍ ترخه تجربه کی کوم بل څه تر سترګو شوه او دوهم ځل ئې یا د رپېدو احتمال ډېر ضعیف دی او یا به تر تېر ځل بدتره دا سپین بیرغ چه په ښکلې کلمه مزین دی تورو لاسونو ته ولوېږی او ډېره توره فضاء به حاکمه شی.

  4. مننه کاروان صاحب او قدرمند استاد بیانزی صاحب باور وکړه ما د فاریاب په شاوخوا ولسوالیو یو سفر وکړ یعنی چی دومره په سپیڅلتیا او اخلاص باندی دا د اسلام سپینی لښکری جهاد کوی چی مه کوه پوښتنه حتی دوی وچه ډوډی هم نلری خلک ورته خپل کورونه یوه او دوه دانی وچی ډوډی راوړی ،مګر بیا هم په پیاوړی عظم او ارادی ولاړ دی او د خلکو هر قسم خدمت کوی .الله دی نور هم توفیق ورکړی او الله دی د دوی مرستندوی شی.مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.