بلخ: له طالبانو سره جګړې ته عطامحمد نور هم تللی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲غويي، ۱۳۹۷ل): د بلخ په چهار بلوک ولسوالۍ کې د عطامحمد نور د نږدې کس ا و د دې ولسوالۍ د امنیه قومندان ظابط خنجر له وژلو وروسته عطامحمد نور هم جګړې ته تللی.

هشدار خبري بنسټ د عطامحمد د نږدې سرچینو په حواله وايي چې هغه له سلګونو پلویانو سره چهاربلوک ته د طالبانو د ځپلو په موخه تللی دی.

د سرچینې په وینا عطامحمد نور د یو شپېته موټریزکتار په بدرګه یادې سیمې ته تللی چې د ده نږدې وسله وال هم ورسره دي.

له دوو ورځو راهیسې دولتي ځواکونو په چهاربلوک ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات پيل کړي چې سلګونه کورنۍ يې کډوالۍ ته اړ کړې دي.

ازادي راډيو د کډه شویو کسانو له خولې وايي چې دولتي ځواکونو د خلکو پر کورونو او ولسي وګړو ډزې کولې، چې سلګونه کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې.

په شمال کې د شاهین قول اردو مسؤلین وايي چې عملیات يې په بریاليتوب پر مخ روان دي، خو طالبان وايي د دوی عملیات يې په شا تمبولي دي.

د طالبانو د تازه خبرپاڼې له مخې د ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون يې څلور قومندانان وژلي او ۳۴ نورو ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

بلخ کې د چهاربلوک د جګړې په اړه ویل کېږي چې طالبان د شپې دوربینونه او پر مختللي وسایل لري.

د عطامحمد نور رسمي پاڼې په جګړه کې د هغه د ګډون په اړه څه نه دي ويلي.

4 تبصرې

  1. انشاالله چی دا فرعون خپل سر خوری ده وځرونه ویستلی ورکیدایی راغلی او انشاالله ورک به شی دامضر معلوم دی چی خپلی شخصی منافعوته تر هرڅه ترجه ورکوی دا د خلکو د ژغورلو لپاره هیڅ کله ځآن په خطر کی نه اچوی انشاالله د امارت د اسلامی لښکرو له خوابه غاښ ماتونکی ځواب ووینی او انشاالله چی د امارت مجاهدین بی ژوندی ونیسی .

  2. الحاج استاذ بیانزی

    فهیم صاحب ، الله ج کولای شی چه د افغانستان غلامان څه چه باداران یی هم په یو کن سره فیکن جوړ کړی دوی تردی ټولو کایناتو لوی نه دی او نه پیاوړتیا لری که دا ټول کاینات یی په یو کن سره فیکن کړی دوی هم کولای شی مګر وخت یی ورکړی چه له یوی خوا مسلمانان وازمویل شی څوک د قربانی ډګر ته دانګی ( جنت بیه لری ) او هم یی کفارو او منفقینو ته د توبی ویستلو چانس ورکړی او که نه دوسیی به یی پیړی او د ډیرو سزاګانو وړتیا به تر لاسه کړی .
    ځینی له دوی سربیره پر سزا ګانو شرموی هم ، لکه دوستم چه په دغه عمر او د ایشجی په شان سپین ږیری خبیث باندی الله ج وشرمولو هم یی خپل او هم یی دهغه نوم او حیثیت خاوری خزله کړو ، کیدی شی د دوی ځینی به دترکی ، امین، نجیب او کارمل د برخه لیک سره مخ کیږی

  3. مننه قدرمند استاد الله دی دا شرمیدلی همداسی شرمیدلی لری باور وکړه دا یوه میاشت شوه چی زه په بلخ او فاریاب کی یم داسی کس ما ونه لیده چی په دی دوه لعینانو باندی ښه ووایی یوازی یو څو غواړه مالان دی چی هغوی هم د خپل شخصی منافعو لپاره ورسره ولاړ دی کنه ټول خلک پری لعنت وایی که پښتون دی که تاجک دی او که اوزبک.یوازی غنی بیغیرته ترینه ویره لری وایی چی خام می ونه خوری هرڅه چی ورته وایی دا بیغیرته یی قبلوی.

  4. اخترمحمد گیلانی

    دا سنگه بی پر توګه حکومت دی عادی انسانانو او قاتلینو سره وسله دی په خپل سر زی وسله اخلی او خلک وژنی حکومت بوشتنه نه کوی چه عطامحمد نور دشر او فساد مشر سه کاره دی چه دچا وژلو لپاره له وسلی کاراخلی یا الله داشر اوفساد تیاه اوبربادکی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.