ټیفا: د نوم لیکنې بهیر د بریا لپاره د ارګ اندېښنو ته نه؛ عمل ته اړتیا ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲غويي، ۱۳۹۷ل): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ، د ګلخانې او سپېدار ماڼۍ له اندېښنو وروسته ويلي، چې د اندېښنو پر ځای عملي اقدام ته اړتیا ده.

د دې بنسټ اجراییه مشر یوسف رشید ويلي، حکومتي مشران د دې پر ځای چې اندېښنې کوي باید د خلکو په پوهاوي کې عملي ګام واخلي.

هغه وايي چې ګلخانې او سپېدار ماڼۍ لکه د حکومت اپوزیسون چې وي، یوازې اندېښنې څرګندوي؛ ښه به دا وي چې خلکو ته انګېزه ورکړي.

د نوم لیکنې په اړه ټکني بهیر اجراییه ریاست دې ته اړ کړ، چې پرون يې د وزیران شورا فوق العاده غونډه را وغوښته او پر دې مسئله يې بحث وکړ.

تر دې وړاندې تېره پنجشنبه محمد اشرف غني هم اندېښنه ښکاره کړه، خو د جومات له امامانو يې مرسته وغوښته او پر حج اوقافو وزارت يې غږ وکړ چې د جوماتونو له منبرونو د نوم لیکنې ټینګار وکړي.

د شنونکو په باور، د ټاکنو کمیسیون نه تیاری، د عامه پوهاوي نه موجودیت، پر ټاکنو د ولس بې باوري او نا امني هغه څه دي چې خلک يې د نوم لیکنې له پروسې زړه توري کړي دي.

په تېره یوه اوونۍ کې د ټول هېواد په سطحه یوازې ۱۹۰ زره تنو خپل نومونه لیکلي، چې د شنونکو په باور دا کمښت د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستلی شي.

پرون اجراییه رییس عبدالله عبدالله په فوق العاده ناسته کې هم خپله وېره په ډاګه کړه، چې که د نوم لیکنې پروسه له ناکامۍ سره مخ شي، نو سیاسي حالت به ګواښمن پړاو ته ننوځي.

په ورته وخت کې په ولایاتو کې د نوم لیکنې د مرکزونو مسؤلینو رسنیو ته ويلي چې ولسمشر ورته امر کړی چې د نوم لیکونکو د تعداد په اړه رسنیو ته څه ونه وايي.

یاده دې وي ارګ نن هم په بغلان کې د نوم لیکنې پر مرکز برید او کابل کې د نوم لیکنې په مرکز چاودنه غندلې او دا يې خواشینوونکې پېښې بللې دي.

په دې پېښو کې په مجموعي ډول نږدې سلو تنو مرګ ژوبله اوښتې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د