کابل : چاودنه کې د وژل شويو کسانو شمېر ۵۲ او د ټپيانو ۱۲۲ ته لوړ شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل): نن سهار د کابل شپږمي امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پر یوه مرکز سرتيری بريد وشو.

د برید مسؤلیت داعش ډلي په غاړه واخیستی ، په وينا يې سرتيری ابوالبراء الشیرازی نومېده چې د ایران د شیراز سيمي اوسېدونکی و.

د عامي روغتيا وزارت له لوري وروستي خپاره شوي جزئيات په ډاګه کوي چې تر دې دمه د بريد له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۵۲ او د ټپيانو شمېر ۱۲۲ تنو ته ورسېد.

ارګ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د نننۍ چاودني غندنه کړې او طالبانو بیا په بريد کې لاس لرل رد کړي.

له دې وړاندي په بريد کې د وژل شويو شمېر ۴۸ تنه ښودل شوي وو چې له جملې يې ۲۲ نارينه ، ۲۱ مېرمني او ۵ نور کوچنيان وو.

د ټپيانو اړوند ويل کېدل چې شمېره يې ۱۱۲ تنه دي ، د دوی له جملې ۴۹ نارينه ، ۴۷ ښځي او ۱۶ تنه کوچنيان يادېدل.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.