سیر بهادر زاده خپل برازیلي سیال په ګونډو کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غویي، ۱۳۹۷ل): د رزمي سیالیو افغان لوبغاړی سیر بهادرزداد خپل برازیلي سیال (لوان چاګاس) ته نن سهار سخته ماتې ورکړه.

د یک تلویزون ورځپاڼې په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د (یو اف سي) په نړیوالو سیالو کې د افغانستان سیر بهادرزاده د امریکا په اتلانتک ښار کې لوان چاګاس سره میدان ته ښتکه شو، چی بهادر زاده د لوبې په دوهم پړاو کې لوان چاګاس په خیټه په سخته لغته واوهه او هغه یې پر ځمکه وغورځاوه، چې سمدلاسه لوان چاګاس ځمکه وټکوله او خپله ماتې یې ومنله.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دواړو لوبغاړي د لوبې په لومړي پړاو کې پر یوه بل ښې حملې وکړې، خو افغان لوبغاړي د لوبي په دوهم پړاو کې پر برازیلي مخالف بریالی شو او هغه ته يې ماتې ورکړه.

په دې بریا سره سیر بهادر زاده په جال دننه سیالیو کی خپله ۲۴تمه بریا هم ولمانځله.

د یادونې وړ ده چې په رزمي لوبو کې افغان لوبغاړي «سیر بهادرزاده» ټولې ۳۱ لوبې ترسره کړې دي، چې په ۲۴ لوبو کی يې بریا خپله کړې، خو په ۶ لوبو کې یي بیا ماتې خوړلې ده او ‍۱ لوبه بې پایلې یا مساوي پاي ته رسېدلې ده.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.