نړۍ

شهباز قلندر تلین: ګرمۍ۴۷ کسان وژلي

نن ټکی آسیا: د پاکستان د سند آيالت په سیهون ښار کې د لعل شهباز قلندر په تلین کې د سختې ګرمۍ له امله ۴۷ کسان وژل شوي.
د سند جامشور او دادو ولسوالیو کې اوسمهال د هوا ګرمښت ۴۸ سانتي ګریډ ده.

د ایدهي مرکز د حیدرآباد برخې مشر محمد معراج په دغه تلین کې د ایدهي کمپ څارنه کوي، دی وايي چې د تلین د پیل کېدو څخه یوه ورځ مخکې ۱۴ کسان مړه شول، په دوی کې ۴ کسان چې د سختې ګرمۍ له امله یې په سیند کې لامبل ډوب شول. د نوموړي په وینا د چهارشنبې د ورځې د ماسپښین تر ۳ بجو پورې د مړو شمېر تر ۴۷ کسانو پورې ورسېد.

مړه شوي کسان زیاتره د پنجاب ایالت دي چې د تلین د لمانځلو لپاره سند ته تللي دي.

د شهباز قلندر ۳ ورځنی تلین به نن پنجشبه پای ته ورسیږي، دغه تلین ته د پاکستان لوړ پوړي چارواکي هم ورځي. پاکستان کې د پنجاب وګړي عموما په زیارتونو او پيرانو ډيره عقېده لري.

سیهون د کراچۍ ښار سره په ۲۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

د لعل شهباز قلندر د تلین افتتاح دده په قبر د څادر د غوړولو سره کیږي او وروسته د پاکستان د بېلابېلو سیمو څخه راغلي ښځې او نر اتڼ اچوي. زیات شمېر کسان د «ګډا» پر مهال بې خوده کېږي.

د شهباز قلندر دغه مزار د پاکستان د اوقافو د وزرات لخوا اداره کیږي. دوی ددغه مزار له لارې په میلیونونو روپۍ پیدا کوي.

نارینه او ښځې دلته د مزار لپاره چندې کوي او آن ښځې خپل د سرو زرو بنګړي، غوږوالۍ او ګوتې هم د چندو په دغو بکسونو کې اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x