ورزش

آی پي ایل: راشد خان په زړه پورو هڅو هم بریالی نه کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې د دهوني لوبډلې پر وړاندې په وروستیو شېبو کې د راشد خان په زړه پورې هڅې یې نوموړي ته بریا ورنکړه.

ددواړو لوبډلو ترمنځ لوبه په زړه پورې حالت ته داخله شوه چې په داسې وخت کې راشد خان توپوهنې ته راغی، نوموړي په ۴ توپونو د ۲ شپږیزو او یوې څلوریزې په زور ۱۷ منډې جوړې کړې خو بیا یې هم سیالۍ د ۴ منډو په توپير وبایلله.

راشد خان توپوهنې ته د راتلو سره سم اوږده شپږیزه ووهله چې لوبډلې ته یې د ګټې روح ورکړ، خو په ورپسې اور کې ۱۹ منډو ته اړتیا وه، وریدیمن ساها په ۳ توپونو ۳ منډې جوړې کړې، چې راشد خان ته په وروستي ۳ توپونو ۱۶ منډې پاتې شوې، نوموړي پرلپسې شپږیزه او څلوریزه ووهله، او په وروستي توپ ۶ منډو ته اړتیا وه چې د براوو په زړه پورې یارکرې راشد لوړ شاټ ته پرینښود او د ۴ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.

په ننۍ لوبه کې لومړی د دهوني لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په لومړي ۹ اورونو کې یې ۴۱ منډې او په وروستي ۱۱ اورونو کې یې ۱۴۱ منډې جوړې کړې او د راشد لوبډلې ته یې د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

په دې لوبه کې که څه هم راشد خان پخپل لومړي توپ د غوره توپوهونکي فاف ډوپلیسي ویکټ ترلاسه کړه خو وروسته يې پخپلو ۴ اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې، نوموړي په پرلپسې دوه سیالیو کې ناکامه توپ اچونه ترسره کړه.

د ۱۸۳ منډو هدف په ځواب کې د راشد لوبډلې د سر ویکټې ژر له لاسه ورکړې، خو وروسته لوبډلمشر کین ویلیمسن او یوسف پټان په زړه پورې لوبه وکړه، چې په وروستي وخت کې دواړو خپلې ویکټې له لاسه ورکړې او همدا ډول یې ماتې وخوړله، ویلیمسن ۸۴ او یوسف پټان ۴۵ چټکې منډې جوړې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x