حکمتیار د ناټو د ملکي استازي سره لیدلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ غويي، ۱۳۹۷ل): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د ناټو د ملکي استازي سره لیدلي او پر راتلونکو پارلماني ټاکنو یې ورسره خبرې کړي دي.

د حزب اسلامي د فرهنګي چارو ریاست پر فیسبوک پاڼه د حزب اسلامي او د ناټو ملکي استازي کورنیلیوس زمیرمن انځور نشر شوی او په کښي ویل شوي چې دواړو تېره ورځ شنبه د حکمتیار د کار په دفتر کې سره ولیدل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لورو د سولې د ټینګښت د لارو چارو په اړه د خبرو تر څنګ د راتلونکو پارلماني ټاکنو او په ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو د رول په هکله تفصیلي خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې د دواړو لورو تر منځ د تفصیلي خبرو څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی خو ددې تر مخه د حکمتیار په حواله د حزب اسلامي فرهنګي چارو رایاست ویلي وه چې په حکومت کې دننه ځیني کړۍ او سفارتونه د تېر ځل په څېر ټاکنې غواړي، او په وینا یې دغه جهتونه غواړي چې په افغانستان کې شفافې او رڼې ټاکنې ونه شي، بلکې دوی غواړي چې دلته جګړه دوام ولري او یو بل جان کیري راشي او د ټاکنو برخلیک وټاکي.

باید وویل شي چې د ټاکنو لپاره د یوې اونۍ راهیسي د پیل شوي نوم لیکنې بهیر د امنیتي ګواښونو سربېره د ولسي عدم دلچسپۍ سره مخ دی چې له امله یې دغه بهیر ټکنی شوی او اندېښنې یې را پارولي دي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اسحق
میلمه
اسحق

په دی خبر کی یوه نیمګړتیا شتون لری لیکل شوی چه د حزب مشر د ناتو استاذی ته ورغلی، مګر تصویر کی د حزب د مشر د بنګلی مزی دیوالونه داسی شیوی چه د ناتو استاذی د حزب یا داعشی ملیشو مشر ته ورغلی دی. عادی حالاتو کی خو باید غلامان د بادارانو په خدمت کی حاضر شی مګر کله باداران هم د دستور او قوماندی په خاطر غلامانو ته ورځی. خبر کی بله نیمګړتیا یا زیر کاسه نیم کاسه دا اړیکو موضع پکی د تآکنو په اړه یاده شوی، په داسی حال کی چه اشغلګر هڅه لری دا هیواد… نور لوستل »

نورالدین
میلمه
نورالدین

يعني دناټومشاورتی استازی دملکی استازی سرہ

غوربندِي
میلمه
غوربندِي

د زمري په څرمن کې پټ ګیدړ په خپل اذلي انحراف کې تر سیاف او رباني او مسعود او مزاري هم سبقت کوونکی بریښي.

ملت سره خو یې هسې هم سترګې نه لګیژي خو حیران ودې ته یم چې د خپل ورور کونډې او میرمنې ته به په کومو سترګو ګوري او څه اوت او بوت درواغ به ورته وایي !!

احمد
میلمه
احمد

حکومتیار خو به منی خلکو ۰دی پوه دی چی تیرو انتخاباتو کی یی دده کاندید حلال ته چا رایه ورنکړه۰ نتیجه یی ناکامه وه ۰ نو ځکه یی دا ځلی تصمیم ونیوو چی دا قدرت باید له ناټو مستقیم وغواړم دومره غورځو پرځو ته څه حاجت دی۰ لکه ریاضی کی یوه فارموله ده وایی چی دجمعی لنډی طریقی ته ضرب وایی۰ نو بنا پر دی قدرت ته درسیدو لنډه طریقی ته دناټو او امریکایانو سره موافقه وایی ۰ که داسی نه وی نو بیا انتخابات دافغانانو دناټو دمشر سره په دی هکله دګلبدین دخبرو ضرورت څه دی؟ که ګلبدین ملک… نور لوستل »