عاجل خبر: دپنجاب ګورنر سلمان تاثیر ووژل شو!

Salman-Taseer_Syed-Qaim-Aliنن ټکی اسیا: دنړیوالورسنیو درپوټ په حواله دپاکستان دپنجاب ایالت مشرسلمان تاثیر ووژل شو
نومړی نن مازدیګرخواشا څلوربجې داسلام ابادپه فیزسکس سیمه کوهسارمارکیټ ته نیږدي په داسې حال کې

چې په خپل موټرکې ناست وو د ممتاز قادري په نوم دپاکستاني خاصو ځواکونودیوه تن وسله وال لخوا وژل شو.
پاکستاني چارواکوهم دښاغلي تاثیر مړینه تائید کړې اوپه سیمه کې دبي بي سي خبریال وایې چې هغه له ویشتل کیدو وروسته په سیمه کې نیږدې پولې کلینک روغتون ته ولیږول شو اوهالته يي سا ورکړه.
دنومړي ویشتونکي هم دځايي امنیتي ځواکونوله لوري نیول شوی اودپیښې په تړاوتري پوښتنې ګرویږنې روانې دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.