نړۍ

ترکيه: د پوځ دوه پخواني مشران په ټول عمر بند محکوم شول

نن ټکی اسيا: د ترکيې محکمې ۱۹۸۰م کال په ترڅ کې د پوځي کودتا په تور د پوځ پخوانی سرلښکر او د هوايي ځواک مشر په ټول عمر بند محکوم کړل.

خبر زياتوي، چې محکمې د ۱۹۸۰م کال د پوځي کودتا قضايي فيصلې پر مهال وويل، چې د پوځ پخوانی سرلښکر ۹۶کلن کينان ايورن او د هوايي ځواک پخوانی مشر ۸۹ کلن تحسين سهنکايا د يادې پېښې اصلي مجرمين دي او د محکمې لخوا په ټول عمر بند محکوم شول. د دواړو مجرمانو د استغاثې وکيلانو د نوموړو تورونو له منلو انکار وکړ او زياته يې کړه، چې د پوځ دواړو مشرانو ۱۹۸۰م کال کې د هيواد د ملي ګټو له مخې ولسي حکومت نسکور او پر ځای يې پوځي حکومت اعلان او بيا څه موده وروسته د پوځ پخوانی مشر جنرال کينان ايورن ځان د ترکيې ولسمشر وټاکه.

له دې وړاندې هم جنرال کينان د محکمې پر وړاندې اقرار کړی و، چې دی په پوځي کودتا پښېمانه نه دی او ده چې څه کړي، ښه يې کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې ترکيه کې ۱۹۸۰م کال د پوځي کودتا پر مهال پنځوس تنه په دار شوي لسګونو نور وژل شوي او شپږ لکه کسان پکې زنداني شوي وو.

ترکيه د نړۍ يواځېنی هيواد دی، چې تېرو څلورو کالو په ترڅ کې يې نژدې ۲۵۰ پوځي افسران د پوځي کودتا په تور محاکمه شوي دي. دا کار د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان حکومت کړی دی.

د ترکيې پوځ ۲۰۰۳م کال کې هم د ولسي حکومت پر خلاف د پوځي کودتا کوښښ کړی و او اردوګان ۲۰۱۰ کال کې د ۳۶۵ پوځي افسرانو پر خلاف محکمې ته عريضه وکړه. د ۲۰۱۰ م کال ۲۱ فبروري ۹ برحال جنرالان د حکومت لخوا ونیول شول او زندان ته واچول شول.

د همدې کال د اپريل په پنځمه نيټه ۹۵ کسان د پوځي کودتا په تور ونيول شول، چې ۸۶ يې پوځي افسران وو.

د ترکيې پوځ د خپلو افسرانو په نيولو سخت غبرګون وښود او د ۲۰۱۱ جولايي مياشت کې د پوځ درې مشرانو د پوځ سرلښکر، د هوايي ځواک مشر او د سمندري ځواکونو مشر په ګډه استعفا ورکړه.

په مجرمينو کې د پوځ دوه پخواني مشران په ټول عمر بند محکوم شول او پاتې نور افسران په ۱۶ کاله بند محکوم شول.

کارپوهان وايي، چې د نړۍ په سل کلن تاريخ کې د يو ولسي حکومت لخوا د پوځي افسرانو تر ټولو خطرناکه او ستره محاکمه وه. اردوګان دا کار څنګه وکړ؟ او څنګه وتوانيد، چې پوځي افسران محاکمه کړي؟ د دې سوال يواځېنی ځواب ښه حکومتداري ده. اردوګان ۲۰۰۳ م کال کې په لومړي ځل ۳۴ سلنه رايو تر لاسه کولو د ترکیې لومړی وزير وټاکل شو. دوهم ځل ۲۰۰۷ کې يو ځل بيا ۴۷ سلنه رايو په خپلولو د ترکيې لومړی وزير شو ا درېيم ځل ۲۰۱۱ کال يې ۴۹ سلنه رايې وګټلې.

کارپوهان وايي، چې ولس د طيب اردوګان فعاليتونو او ولسي خدماتو ته په کتو ده ته پوره رايې او ملاتړ ورکړی او همدا يې ټول قوت و. طيب اردوګان د ولسي مرستې په مټ د پوځ نوي کلن کبرجن تاريخ محوه کړ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x