د هلمند والي؛حیات الله حیات

د هلمند والي: له نوم لیکنې پرته، د چا عریضه نه اخیستل کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غويي، ۱۳۹۷ل): د هلمند والي حیات الله حیات هم حکومت ته د عریضې کولو لپاره پر تذکره د نوم لیکنې نښه مهمه بللې ده.

حیات الله حیات د کندهار له امنیه قومندان جنرال رازق وروسته، دا ګام اخیستی او پر پولیسو يې غږ کړی چې د خلکو تذکرې باید وګوري.

د را روانو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې ټکني بهیر په ارګ کې دواړه مشران هم اندېښمن کړي دي.

وړاندې تر دې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق هم ويلي و، خلک باید «خامخا» نوم لیکنه وکړي او که پر تذکره يې د نوم لیکنې نښه نه وه، عریضه يې نه اخیستل کېږي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله که څه هم د نوم لیکنې د سستې پروسې سختې اندېښنې تېره شنبه د وزیرانو شورا فوق العاده غونډې را بللو ته اړ کړ، خو د جنرال رازق دا ګام يې غندلی دی.

عبدالله د رازق د دې اقدام په غبرګون کې ویلي و، د ټاکنو لپاره نوم لیکنه باید د خلکو په خوښه وي، نه دا چې په جبري توګه ترسره شي.

محمد اشرف غي هم تېره پنجشنبه له ملایانو غوښتنه وکړه، چې د نوم لیکنې په اړه دې له منبره د دوی مرسته وکړي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ بیا د حکومتي چارواکو اندېښنې د یو اپوزیسون اندېښنو ته ور بولي او وايي، دوی باید اقدام وکړي.

د دې بنسټ اجراییه مشر یوسف رشید، پرون له ازادي راډيو سره خبرو کې وویل، د حکومت مشران باید په عامه پوهاوي کې اقدام وکړي.

که څه هم افغان چارواکي او د ټاکنو کمیسیون مسؤلین عامه پوهاوی هم د کمې نوم لیکنې لپاره یوه پلمه بولي، خو د شنونکو په باور د تېرو ټاکنیزو تجربو له امله ولس پر ټاکنیزه پروسه باور له لاسه ورکړی.

پر دې سربېره نا امني هم د نوم لیکنې پر وړاندې یو خنډ بلل کېږي، چې تېره ورځ په کابل کې د نوم لیکنې یو مرکز د خونړۍ چاودنې شاهد و.

په بغلان کې تېره ورځ او بادغیس کې تېره شپه هم پر ټاکنیزو مرکزونو بریدونو کې شاوخوا ۱۸ دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د