افغانستان

طالبان: افغان ولس ټاکنې «تحریم کړې»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غويي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د را روانو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې ټکنی بهیر دا په ډاګه کوي، چې افغان ولس له دې ټاکنو سره پرېکړون اعلان کړی دی.

د طالبانو په رسمي پاڼه خپره شوې تبصره کې د نوم لیکنې لپاره د افغان چارواکو تبلیغات هم بې اغېزې بلل شوي.

تبصره کاږي سره له دې چې د حکومت دواړه مشران د نوم لیکنې لپاره پر تبلیغاتي هڅو ټینګار کوي «خو بیا هم عام ولسي خلک نه دي حاضر شوي چې په دې پروسه کې ګډون وکړي او یا د راتلونکو ټاکنو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.»

طالبان وړاندې زیاتوي چې تر اوسه پورې په ټول هېواد کې یوازې دولتي کارکوونکو خپل نومونه ثبت کړي دي، دوی د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور څرګندونې را اخیستې چې په بلخ کې له درې نیم میلیون نفوس نه یوازې درې نیم زرو تنو نومونه لیکلي دي.

د تبصرې له مخې افغان ولس د نوم لیکنې د زړه تورۍ لپاره چې طالبان يې د ټاکنو تحریم بولي، روښانه دلایل لري:

«عام ولس چې د ټاکنو پروسه یې په سرتاسري پریکون سره تحریم کړې، د خپل دې موقف لپاره تر لمر روښانه دلائل لري. د ولس په یاد دي چې په تیرو ټاکنو کې نهایي پریکړه د چا لخوا وشوه او امریکایي چارواکو په څومره سپین سترګۍ زموږ د ولس سیاسي سرنوشت مسخره کړ.»

د طالبانو د تبصرې په وینا د افغان ولس له لوري په ټاکنیزه پروسه کې نه ګډون «ټولو بهرنیو اشغالګرو، د هغوی پالیسي جوړونکو او حتی د هغوی عامو اولسونو ته دا پیغام لري چې افغان اولس نور په هیواد کې نه د هغوی پوځي شتون غواړي او نه هم د هغوی لخوا جوړ شوي حکومتونه، ټاکنیزې ډرامې او نورې پروسې د باور وړ ګڼي.»

افغان چارواکي چې د نوم لیکنې ټکنۍ پروسې اندېښمن کړي دي، په ځینو ولایتونو کې خلک په زور د نوم لیکنې لپاره مجبوروي.

تېره اوونۍ د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق او تازه د هلمند والي حیات الله حیات ویلي، چې که څوک نوم لیکنه ونه کړي او پر تذکره يې د نوم لیکنې نښه نه وي، دوی به يې عریضې وانه خلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Zadran

عام ولس چه دولت نه غواړی.عام ولس طالیبان هم نه غواړی،نو ښه خبره دا ده چه عام ولس باید یو بدیل پیدا کړی.نو باید موږ د شعا ر ورکړو.نه دولت نه طالیبان ،یو بی طرفه خلک چه حکومت جوړ کړی،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x