افغانستان

بادغیس: د نوم لیکنې پر مرکز برید کې نهه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غويي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس چارواکي وايي چې قلعه نو ته څېرمه د نوم لیکنې پر مرکز برید کې د ملي اردو نهه عسکر وژل شوي دي.

د بادغیس د امنیه قومندانۍ د امنیت امر غلام سرور حیدري وايي، چې طالبانو څو ورځې وړاندې هم پر دې مرکز برید وکړ، خو تېره شپه يې د برید پر مهال د ملي اردو نهه عسکر وژلي دي.

حیدري وايي دغه مرکز د قلعه نو په پنځه کیلومترۍ کې د باغبان په نوم سیمه کې و، چې د برید پر مهال دوه نور عسکر ژوبل شوي هم دي.

په ورته وخت کې د یادې سرچينې په قول طالبانو د دې ولایت د قادس ولسوالۍ په لنګر او جوالق سیمو کې د پولیسو او اربکیانو پر پوستو بریدونه کړي چې پکې شپږ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

طالبانو په بادغیس کې د شويو بریدونو په اړه څه نه دي ويلي، خو ویلي يې دې چې نن سهار يې د دې ولایت په مرکز کې د زین الدین په نامه یو صاحب منصب وژلی دی.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ په بغلان کې هم د نوم لیکنې پر مرکز د برید پر مهال ۱۱ دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته، پلازمېنه کابل کې بیا د نوم لیکنې پر مرکز چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د ټاکنو کمیسیون پرون هم، نا امني د نوم لیکنې پر وړاندې یو لوی خنډ یاد کړ، د دې کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وویل، وړاندې تر دې يې هم له نا امنۍ سر ټکولی او اوس بیا ټینګار کوي.

تازه د دفاع وزارت بیا ويلي، چې د نوم لیکنې د مرکزونو د خوندیتوب په پلمه هوايي بریدونه ډېروي.

د پوځي شنونکو په باور د ټاکنو لپاره د امنیت په خاطر باید ګواښونه مخامخ له منځه یووړل شي، خو په هوايي بریدونو کې ډېری ولسي وګړو ته زیان اوړي او د ټاکنو په اړه به ولسي بې باوري نوره هم غښتلې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x