
تورخم کې د امریکايانو په اکمالاتي تمځای ډلییز برید روان دی
نن ټکی آسیا: طالبانو نن سهار وختي د تورخم په امریکايي اکمالاتو تمځای باندې ډلییز برید کړی. ذبیح الله مجاهد وايي چې دغه برید يې د خیبر عملیاتو په لړ کې کړی.
د ښاغلي مجاهد لخوا نن ټکی آسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې لومړی برید يې د تمځای په نظام قراول باندې د یو موټر بم په وسیله کړی. وروسته ددوی نور وسله وال چې په درنو اوسپکو وسلو سمبال و، دننه تمځای ته ننوتل.
مجاهد وايي چې « …په جګړه کې هغه ولاړ امریکايي ټانګونه، په نظامي توکو بار ټيلر او نور ولاړ موټر هم تر برید لاندې نيولي چې ياد تم ځای ترې ډک ده».
د سیمې څخه عیني شاهدانو نن ټکی آسیا ته د تلیفون په کرښه وویل چې د تورخم -جلال آباد لویه لاره د خلکو پر مخ تړل شوې، د امریکايي موټرو د تمځای څخه لمبې خيژي او ډزې اوس هم روانې دي.
مجاهد زیاتوي چې نښته لا هم روانه ده او د پېښې نور جزئیات به ورسته خپاره کړي.
طالبانو شاوخوا دوه اونۍ مخکې هم د جلال آباد په حلقوي سړک (رینګ روډ) باندې په امریکايي اکمالاتي موټرو برید کړی و چې په لسګونه امریکايي موټر يې په کې وسوځول.