
مراد علي مراد له دندې ګوښه کړل شو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غويي، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو زوارت امنیتي چارو کې ارشد مرستیال مراد علي مراد د محمد اشرف غني له لوري له دندې لرې کړل شوی دی.
د طلوع نیوز د ټویټ له مخې جنرال مراد علي مراد نن له خپلې دندې لرې کړل شو.
د سرچینې په وینا د ښاغلي مراد پر ځای د ارګ د ګارد مشر اختر ابراهیمي ټاکل شوی دی.
تر اوسه د اختر ابراهیمي د معرفۍ په اړه ارګ رسماً څه نه دي ويلي.
مراد علي مراد د تېر لمریز کال د غويي په ۲۸مه د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ارشد مرستیال په توګه وټاکل شو، چې تر هغه وړاندې يې د دریو کلونو لپاره د پوځ د لوی درستیز په توګه کار کړی دی.
ارګ يې د لرې کېدو علت نه دی په ډاګه کړی، خو ځينو سرچينو ویلي، د کابل د پرونۍ پېښې په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله له دندې لرې کړل شوی دی.