ورزش

آی پي ایل: آیا محمد نبي به د راشد خان ځای ونیسي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې د راشد خان لوبډلې په پېل کې پرلپسې درې لوبې وګټلې خو وروسته یې د توپ اچونکو په ناکامه توپ اچونه دوه پرلپسې سیالۍ وبایللې.

په دغو سیالیو کې چې د سنرایزز لوبډلې په ګټه تمامه شوې راشد خان هم ښه توپ اچونه ترسره کړه، او د لوبډلې په بریا کې یې مهمه ونډه واخیستله، چې په آی پي ایل سیالیو کې یې د زیاتو توپونو میس کولو ریکارډ هم جوړ کړ.

خو په وروستۍ دوه سیالیو کې، چې د مجیب ځدراڼ او دهوني لوبډلو پر وړاندې ترسره شوې، راشد خان پرلپسې ناکامه توپ اچونه ترسره کړه.

نوموړي په لومړۍ سیالۍ کې د کریس ګېل لخوا په لومړي اور کې ۲ او په درېیم اور کې پرلپسې ۴ شپږیزې وخوړې، چې په ټولو ۴ اورونو کې یې ۵۵ منډې ورکړې او ۱ ویکټ یې ترلاسه کړه.

همدا ډول یې په دویمه سیالۍ کې د سریش راینا او امیتاب رایډو پر وړاندې هم ناکامه توپ اچونه وکړه، چې پخپلو ۴ اورونو کې یې ۴۹ منډې ورکړې او ۱ ویکټه یې ترلاسه کړه.

له بل اړخه محمد نبي چې د آی پي ایل په ۲۰۱۸م کال پړاو کې تر دې دمه کومه سیالۍ نه ده ترسره کړې خو دده تېرو لوبو ته په کتلو سره نوموړي غوره آلراونډره لوبه ترسره کړې.

نوموړی لومړی په تېرو آی پي ایل سیالیو کې ۳ لوبې ترسره کړي چې تر ټولو کمې منډې یې ورکړي دي، او تر دې دمه په آی پي ایل کې لومړی لوبغاړی دی چې په توپ اچونه کې غوره اقتصادي اوسط لري.

همدا ډول محمد نبي دنړیوال جام لپاره په تېرو غوراوي سیالیو کې په توپ اچونه او توپوهنه دواړو کې ښه ځلېدلی وو، او کولای شي اوس د خپلې لوبډلې لپاره د یو آلراونډر ځای ونیسي، او په توپ اچونه او توپوهنه دواړو کې لوبډلې سره مرسته وکړي.

د نبي او راشد لوبډلې هماغه لوبو کې ماتې خوړلې کومو کې چې راشد خان نه دی ځلیدلی، دا، دا په ډاګه کوي چې راشد خان ددې لوبډلې سر لوبغاړی دی، دده غوره توپ اچونه پر مخالف لوبډله فشار راولي، خو دده نه ځلېدل که لوبډلې ته بریا نه وربښي، شاید مشر روزونکی او لوبډلمشر په دې فکر کې کړي چې د یو څو سیالیو لپاره د راشد پر ځای نبي راولي.

ددې هم چانس شته چې راشد خان لوبډله کې پر خپل ځای پاتې شي او د شکیب الحسن ځای محمد نبي ونیسي، ځکه چې شکیب الحسن هم په تېرو دوه سیالیو کې ښه وړتیا نه ده ښودلې، دا ددې لامل کیدلی شي چې محمد نبي د آلراونډر په حیث لوبډله کې شامل شي.

د یادونې وړ ده چې د نبي او راشد لوبډله دا مهال ټولې ۵ لوبې ترسره کړي، چې په ۳ کې بریا او ۲ کې یې ماتې خوړلې ده، تر اوسه په پواینټ ټیبل کې په ۶ پوانیټونو سره په ۴م نمبر ده، او ددوی راروانه سیالۍ به د سې شنبې په ورځ (۲۴م اپریل) د ممبۍ انډینز لوبډلې پر وړاندې وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x