نړۍ

مصر: د الجزیره خبریال له لس میاشتې بند وروسته پرېښودل شو

د الجزیره شبکې عربي ټلویزیون خبریال، عبدالله الشامي پرون سې شنبه (جون ۱۹، ۲۰۱۴) له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو. الشامي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په زندان کې کړول شوی دی.

عبدالله الشامي ګواښ وکړ، چې د مصر د کودتايي رژیم له خوا د خپل ځان په تړاو د مظالمو په اړه به غلی کېنني.

دغه نړیوال خبریال پر ټولو خبریالانو غږ وکړ، چې د استبداد او فساد پر ضد د ده د مبارزې ملاتړ وکړي.

الشامي له لس میاشتني بند وروسته پرښودل شو. دغه خبریال د تېر اګسټ پر ۱۴مه د کودتايي رژیم پر ضد د مصریانو د پاڅونونو پر مهال نیول شوی و.

په مصر کې له تېرې کودتا راهیسې، چې په ترڅ کې يې منتخب ولسمشر محمد مرسي د پوځ له خوا له واکه لرې کړای شو، ګڼ شمېر خبریالان، مدني فعالان، سیاستوال او عام وګړي بندیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x