له کرېکټ نه شړل شوی استرالیاوي لوبغاړی اوس څه کوي؟ انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ غویي، ۱۳۹۷ل): د استرالیا کرېکټ ستر اوپنر توپوهونکی ډیويډ وارنر تېره میاشت د توپ خرابولو (ټمپرنګ) په تور، د لوبډلمشر سټیو سمیت او توپوهونکي کیمرون بینکروفټ سره د یو کال لپاره له لوبډلې بهر کړل شو.

نوموړی چې لوبډله کې د لوبډلمشر مرستیال و، په دغه کار (توپ خرابولو) کې نورو لوبغاړو سره د مرستې په خاطر پخپله غلطۍ اعتراف هم وکړ او له خپل ولسه او په ځانګړي ډول د کرېکټ مینوالو څخه یې بخښنه وغوښته.

خو اوس پر انټرنېټ د ډیويډ وارنر نوي انځورونه خپاره شوي، چې په کې لیدل کیږي نوموړی په خپله ودانۍ جوړولو کې له نورو کاریګرو سره کار کوي.

په کومه ودانۍ کې چې نوموړی کار کوي، دده پخپل ښار سیډني کې دی او غواړي د اوسېدنې لپاره خپل کور آباد کړي.

وارنر دغه ځمکه په ۲۰۱۵م کال کې اخیستې وه، چې اوس یې د خپلې وزګارتیا څخه د ګټې اخیستنې په خاطر په ودانۍ ابادولو کار پېل کړ او پخپله هم د یوه عام مزدور په حیث کار کوي.

د یادونې وړ ده چې نوموړی د استرالیا کرېکټ تکړه اوپنر او ډګر ساتونکی دی، همدا ډول نوموړی د هند په سوداګریزو سیالیو کې د راشد خان لوبډلې مشر و، چې په روانو سیالیو کې د بندیز په خاطر ګډون ندی کړی، او همدا لامل دی دده لوبډلې تر دې دمه دویم غوره اوپنر توپوهونکی ونه موند او له ستونزې سره مخ ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hafizulla Mokhlis
میلمه
Hafizulla Mokhlis

په ای پی ایل کی باید نبی ولوبیږی خودراشد په ځای نه بلکی دشکیب الحسن په ځای ځکه راشد خان ورته دتیری ورځی سیالی کی داسی منډی وکړی چی ذشکیب پلار یی هم نشی کولی نو راشد خان باید څلورم ياپنځم پوزیشن کی میدان ته رااوباسی تر څولوبډله بریا ته بوزی