د نوم لیکنې ساړه مرکزونه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د خبري رسنیو د رپوټونو پر اساس له تیرو (۶) ورځو راهیسې چې د نوم لیکنې پروسه پیل شوې ډیره سړه او خلګ ورته د نوم لیکلو لپاره زړه نه ښه کوي.

سره له دې چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په پرانیستونکو مراسمو کې ولسمشر غني او ډاکټر عبد الله دواړو ولس ته د یادې پروسې د شفافیت ډاډ ورکړ خو ولس د هغوی په خبرو ځکه باور نشي کولای چې دوی په تیرو څه کمو څلورو کلونو کې یې ټولې کړې ژمنې همداسې غیر عملي پاتي دي.

د ټاکنو پر شفافیت د خلګو بي باوري ، په ډیری ولایتونو کې د فوق العاده امنیتي ګواښونو موجودیت او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې تر (۱۰۰۰) د زیاتو ټاکنیزو مرکزونو شتون هغه لاملونه دي چې د ټاکنو د پروسې لا مشرعیت نور هم اضافه او خلګ په هغې کې له ګډون کولو څخه نه هیلی کړي.

تر اوسه د هیواد له (۳۴) ولایتونو څخه یې یواځې په دریو هغو (کابل، بامیان او هرات) کې د نوم لیکنې پروسه نسبتا برابره ښودل شوې ، نور په (۳۱) ولایتونو کې خپله د ټاکنیز کمیسیون د اطلاعاتو له مخې په ډیره کمه اندازه خلګ د نوم لیکنې مرکزوته مراجعه کوي.

تر دې چې په ځینو ولایتونو کې دولتي چارواکي مجبوریږي د زور او زبردستي له لارې خلګ اړباسي تر څو د نوم لیکنې په پروسه کې ګډون وکړي.

یو له هغو ولایتونو څخه چې اوسیدونکي یې نه غواړي د ثبت نام مرکزونو ته ورشي د کندهار مهم ولایت دی چې خواوشا ۴ملیونه وګړي لري ، خو دولتي چارواکي په زور او زبردستي سره کندهار ښاریان مجبوروي چې د نوم لیکنې په پروسه کې برخه واخلي.

همدا راز د دفاع وزارت ویاند جنرال رادمنش وايي چې مونږ هره ورځ د ټاکنیزي پروسې د امنیت د تأمین لپاه له شلو نه تر پنځه ویشتو پوري پوځي عملیات تر سره کوو.

پر دې ټولو موانعو او ستونزو سر بیره په کابل کې د سیاسي ګوندونو مطلق اکثریت چارواکي د ټاکنیزې پروسې د نه قانونیت او نه شفافیت له وجې له ټاکنیز کمیسیون سره د نه مرستي او په ټاکنو کې د نه ګډون ګواښ کړی دی.

په قصدي ډول د پوځي عملیاتو د سختیدو شپو ورځو ته د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسې ځنډول اصلا د دې خبرې ښکاره ثبوت دی چې دولت له لویه سره د مشروعو او شفافو ټاکنو تر سره کولو ته اراده نه لري.

د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه په داسې مهال کې پیلیږي چې معمولا په همدې وخت کې طالبان هرکال د بهرنیو او داخلي ځواکونو په خلاف پسرلني عملیات اعلانوي ، دا چې اوس مهال په غیر جګړه ییز موسم کې د نوم لیکلنې یاده پروسه ټکني ده که احیانا د هغې له پیل سره همزمان د طالبانو کلني عملیات هم اعلان شي ښايي تر دې به نوره هم پیکه اوڅوک به ورته د نوم لیکلو لپاره په آساني سره زړه ښه نه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د