نړۍ

د وزیرستان خلک جګړې زیانمن کړي

پاکستاني پوځي چارواکو تېره ورځ رسمي اعلان وکړ چې په شمالي وزیرستان کې د «ضرب عضب» تر نامه لاندې د طالبانو خلاف عملیات پیلوي.

طالبانو جګړې ته چمتوالی ښودلی، د دوی ویاند شاهد الله شاهد ویلي جګړې ته بشپړ تیاری لري.

خو د دغې جګړې متأثرین ولسي وګړي دي. دا عملیات په داسې وخت کې پيلیږي چې له یوې خوا ګرمۍ زور اخیستی او له بلې خوا روژې ته تر دوه اونیو کم وخت پاتې دی. زیات شمېر مهاجرین د شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي او کورونه نه لري.

پاکستان د دغو عملیاتو له اعلانه مخکې په وزیرستان کې پر تګ راتګ بندیز لګولی و خو له اعلان وروسته ګرځبندیز نور هم سخت شوی و. له کوره راوتل د انسان د مرګ سبب کېدای شوای.
پرون /چهارشنبه ۱۸جون/ پوځ په ګرځبندیز کې نرمي راوستې، په زرګونو کورنیو کډې بار کړي او د امن سیمې ته هجرت کوي.

د بنو او میرانشاه سړک د زیات ازدحام له امله بند وي، وزیرستانیانو خپلې کډې په لاریو، ټریکټرو، فلاینګ کوچونو او موټر سایکلونو بارې کړي او د یوې اوږدې قافلې په بڼه بل لور ته روان دي.

هغوی چې دا نه لري، د وزیرستانه پایلوچي په خپلو پښو مزل کوي، په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هر موټر کې دوه او درې چنده زیات خلک ناست وي، ګرمیو زیات ماشومان او ښځې ناروغه کړي، د خلکو په مخونو د مایوسۍ نښې له ورایه ښکاري.

د میرعلي یو ځوان محمد منصور په موټر سایکل څلور ماشومان کینولي و او د بنو په لوري روان و، له ده څخه پوښتنه وشوه، چې ولې يې په داسې خطرناکه طریقې څلور ماشومان په موټر سایکل کینولي، دوی که وغورځي، منصور په ځواب کې وویل: له څلور ورځو سخت ګرځبندیز لګېدلی و، جیټ الوتکو ځای ځای نه کتلو او بمبار یې کاوه، هلیکوپترو له هوا ډزې کولې، موږ له څلور ورځو په کور کې بند پاتې و.

«موږ ځانونه بچ کړل او له کوره وتي یو، په موټر کې نور ځای نه و، ما ماشومان په موټر سایکل سپاره کړل او تر دې ځایه مې راورسو».

له میرعلي څخه بې کوره شوي کسان زیات شمېر د افغانستان خوست ولایت او نورو سیمو ته په هجرت مجبوره شوي. خوست کې د دغو مهاجرینو لپاره کمپونه جوړ شوي او ځایي خلک ورسره مرستې کوي.

د میرعلي یو اوسېدونکی محمد نیاز وايي چې دا راپورونه حقیقت نه لري، چې د عملیاتو هدف طالبان او بهرني کسان دي، دی وايي په عملیاتو کې زیات شمېر ولسي وګړي په نښه کیږي، ولس ته تر هر چا ډير زیان رسېدلی.

نیاز وايي چې «د ګرځبندیز پر مهال د قیامت په څېر منظر و، ټول بازارونه او تجارتي مرکزونه بند و، د خوراک څښاک او درملونو شدید کمښت و».

محمد نیاز چې د پاکستان له دغو عملیاتو تنګ دی، په اړه یې ویل « ښه خو دا وه چې په ټول وزیرستان يې یو ایټم بم غورځولای وی، هم به یو واري کیسه ختمه شوی وه او هم به د پاکستان خواهش پوره شوی وی».

بنو کې دغو مهاجرینو لپاره کمپونه جوړ شوي، خو تر دې مهاله هيڅ یوه کورنۍ نه ده ورغلې، دوی وايي په دغو کمپونو کې د ژوند امکانات نشته.

رسنۍ نه پريښودل کېږي چې له خلکو سره وغږیږي او د هغوی تأثرات نورو ته نقل کړي، ځايي ژورنالستان وايي چې دغو کمپونو ته ځکه خلک نه ځي چې له پخوا يې لړمان او ماران سخت مشهور و، دغه سیمه له مارانو او لړمانو ډکه ده.

د پاکستان حکومت تر دې مهاله له دغو مهاجرینو سره هيڅ ډول مرستې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx