مشرانو جرګه: د تذکرو د وېش مرکزونو کې په یو نوم څو تذکرې اخیستل کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غويي، ۱۳۹۷ل): مشرانو جرګه د نوم لیکنې ورانه ټکنۍ پروسه هم له درغلیو ډکه بولي او وايي، په مستعارو نومونو پکې تذکرې وېشل کېږي.

د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي چې د تذکرو د وېش په بېلابېلو مرکزونو کې درغلې دومره پراخه ده، چې یو تن په څو نومونو څو تذکرې اخیستلی شي.

د دې جرګې غړې ګلالۍ اکبري وايي چې د تذکرې اخیستو لپاره نه بایومیټریک شته؛ نه کومه جدي پوښتنه.

دغه سناتوره د خپل ساتونکی مثال وايي چې په دریو مرکزونو کې يې پخپل نامه، خو د پلار د نوم په بدلون درې تذکرې اخیستې دي.

د جرګې بل غړي فرهاد سخي هم ورته څرګندونې وکړې او دا وضعیت يې خواشنیونکی وباله.

د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکز ویاند روح الله احمدزی بیا د سناتورانو دا څرګندونې بې اساسه بولي او وايي که دوی اسناد لري را وړاندې دې يې کړي.

هغه سره له دې چې درغلیو رد کوي، خو د ګلالۍ اکبري ساتونکي ته په اشارې وايي، که چا دا کار قصدي کړی وي، د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

دوه ورځې وړاندې د ولسي جرګې غړو هم دغه اندېښنه ښکاره کړه او د تذکرو د وېش لړۍ يې له درغلیو ډکه وبلله.

د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون او د دې جرګې بل غړي ظاهر قدیر دعوه وکړه، چې د نوم لیکنې هغه سټېکرونه چې له نوم لیکنې وروسته پر تذکره وهل کېږي، بازار کې ازاد پلورل کېږي.

د دې اندېښنو تر څنګ د شنونکو په باور د لسو ورځو په تېرېدو لا هم د نوم لیکنې بهیر له ناکامۍ سره مخ دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د عامه پوهاوي او امنیت نه شتون، د نوم لیکنې د سست بهیر یو علت بولي، خو عام ولس په خواله رسنیو کې پر ټاکنو د بې باورۍ خبره کوي او وايي، دلته هر څه د نورو له لوري ترسره کېږي، ټاکنې یوازې نمایشي اړخ لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د