خوږه مه خورئ او لاندې اوه ګټې ترلاسه کړئ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ غويي، ۱۳۹۷ل): خوږه خوړل د بدن یو له اړتیایي خوړو څخه ده، خو په نني وخت کې مصنوعي خوږه «بوره» دومره اندازه زیاته شوې ده چې په پریښودلو یې بدن ته روغتیا بخښل کیږي.

لومړی باید له دې څخه خوږه تازه مېوه وباسو، ځکه تازه مېوه په مزاج کې روغتیا ته کوم زیان نه رسوي، بلکې بر عکس بدن ته ګټه ورکوي.

دلته هغه ګټې وړاندې کوو چې د خوږو په نه خوړلو بدن ته ورکول کیږي:

  • ځوان ښکاره کېدل

زیاته خوږه خوړل د بدن غونجوالی زیاتوي، د طبي متخصصینو په وینا د زیاتې یا کمې بورې استعمال په وینه کې د ګلوکوز او انسولین کچه هم ښکته پورته کوي، له همدې لامله د بورې په کمو خوړلو سره د مخ غوانجوالی او هغه ماده چې انسان بوډاوالي ته بیايي له منځه وړي.

  • مزاج/طبیعت خوشاله ساتي

د بورې استعمال بدن کې خفګان زیاتوي، د بورې څخه په بدن کې رامنځته شوی ورم پر اعصابو منفي اغیز کوي، چې له امله یې انسان له ژور خفګان سره مخ وي، کم یا مناسب استعمال یې انسان د خفګان او تنګ مزاجۍ څخه باسي.

  • وزن کنټرول ساتلو کې مرسته کوي

د یوې څیړنې له مخې ویل شوي چې د بورې استعمال یو عادت ګرځېدلی دی، چې ناڅاپه پریښودل یې ناشونې، خو په تدریجي ډول شونې دي، د نه خوړلو په پایله کې کیلوریز کم استعمالیږي او د بدن وزن کنټرول ساتي.

  • د موسمي ناروغۍ ګواښ کموي

په بورې خوړلو سره د انسان دفاعي سیستم کمزوری کیږي، په همدې ډول بدن د موسمي ناروغیو دفاع نشي کولای چې بدن کمزوری شي او په پای کې د یو شمېر ناروغیو ښکار شي، کله چې د بورې استعمال کم شي د ټوخي، زکام او یا تبې رامنځته کېدو ګواښ هم کمیږي، او ورسره د الرژۍ ناروغۍ هم کمیږي.

  • شکر ناروغۍ نه مو ژغوري

دا ټولو ته څرګنده ده چې بوره خوړل د شکر ناروغۍ رامنځته کولو کې مرسته کوي، خو د نه خوړلو پر وخت بیا خوږه بدني کارونو فعالولو کې مرسته کوي، خوړل یې بدن کې انسولین زیاتوي چې د شکر ناروغۍ رامنځته کېدلو لومړی نښه ده، تاسې کولای شئ چې د ۴-۵ اوونۍ لپاره بوره پریږدئ او د شکر لومړۍ رامنځته کېدونکې نښې/ناروغۍ له منځه یوسئ.

  • غاښونه مو پاک ساتي

خوږه خوړل که بدن ته بل کوم زیان ونه رسوي خو په غاښونو خامخا اغیز کوي، بوره خوړل خوله کې داسې میکروب زیاتوي چې له امله یې غاښونو کې ناروغۍ رامنځته کوي او همدا ډول په ساه اخیستلو کې بوی هم رامنځته کوي، د بورې پریښودل مو له دغو ناروغیو څخه ژغوري.

  • ښه خوب

که د خوږ شي خوړلو عادي یاست، په ځانګړي ډول د خوب نه وړاندې، نو تاسې به دا هم ازمویلي وي چې د شپې لخوا مو خوب ګډوډ وي، طبي متخصصین وایي چې د شپې لخوا د خوږې خوړلو نه وروسته په بدن کې د وینې شکر کچه راټيټیږي، ددې ترڅنګ خوږه خوړل پر هورمونونو فشار راوړي چې له امله یې خوب کې ستونزې موندل کیږي، د شپې لخوا د خوږې پريښودل مو د خوب کچه په ۲-۳ ورځو کې ښه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د