افغانستان

د تورخم په ډله ییز برید کې ۲۱۳ نظامي وسائط ویجاړ شوي

نن ټکی آسیا: طالبانو د خیبرعملیاتو په لړ کې نن سهار ۵ بجې په تورخم کې د ناټو ځواکونو په اکمالاتي اډه ډله ییز برید وکړ. دغه برید ۵ ساعته دوام درلود او درنه مالي او ځاني زیانونه یې واړول.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدالزي  پېښه تایید کړې او ویلي يې دي چې په برید کې د ناټو لسګونه تیلو ټانکر او نور تجهیزات ویجاړ شوي.

طالبان وايي چې دغه برید يې سهار  ۵ بجې یو سرتیري چې  موټر يې له چاودیدونکي موادو څخه ډک و،  د ناټو  اډې په دروازه کې وکړ. دغې چاودنې  ټول  موانع  لرې او ګڼ بهرني او کورني عسکرو ته په کې مرګ ژوبله واوښته. ددوی په وینا له دغې چادونې وروسته ددوی  دوه نور وسله وال په ډيره اسانه دننه اډې ته ننوتل او جګړه يې پیل کړه.

 ذبیح الله مجاهد وايي چې په دغه ۵ ساعته برید کې «… ۲۱۳ نظامي وسائط (۴۷ لوي بار ټيلر موټر، ۹۴ امریکايي ټانکونه، ۵۵ ډک کانټينران، ۱۷ د تيلوډک ټانکر ) په ټولیزه توګه له منځه تللي.په بريد سره د اورلګيدنې له امله ټول تم ځای په ايرو بدل شوی، او هيڅ شی هم په کې روغ نه دي پاتې».

مجاهد وايي چې ددغه برید څخه یې هدف «دښمن ته درنه تلفات اړول وه». دده په وینا « هغه قطارونه چې له افغانستان څخه د بيرته سالم وتلو په تکل کې دي له منځه يوړل شي، ترڅو امریکايان له افغانستان څخه د تيښتې په مهال دتل لپاره دغه درانه مالي او ځاني زیانونه په پام کې ولري او په دې سره ټول يرغلګر دراتلونکې لپاره په دې باوري کړل شي چې که دوی هرڅومره د ميړنو دغه ټاټوبي ته د تاکتيکونوپه بدلون او نويو تجهیزاتو سره راشي بیا يې هم برخليک په افغانستان باندې د لومړني يرغل په څير ده او ماتې يې حتمي خبره ده».

په دغه ډله ییز برید کې ۳ سرتیري بریدکوونکي هم وژل شوي.

د سیمې څخه ځينې عیني شاهدانود تلیفون په کرښه  نن ټکی آسیا ته ویل چې برید سهار مهال پيل شو، وروسته د تورخم-جلال آباد لویه لاره وتړل شوه. ده ویل تر ۱۰ بجو پورې خال خال ډزې او وړې وړې چاودنې کېدې.

طالبانو د جون په اتمه هم د جلال آباد په حلقوي سړک (رینګ روډ) کې د ناټو ځواکونو په اکمالاتي اډې برید وکړ چې په لسګونو امریکايي ټانکونه په کې لمنځه ولاړل.

دا لومړی وار نه دی چې د ناټو ځواکونو په اکمالاتي اډو او کاروانونو بریدونو کړي، تر دې دمخه په لسګونو واره د پولې دواړه خواوو پرې بریدونه شوي.

 {dailymotion}x1zuavd_taliban-attackers-set-nato-vehicles-ablaze-on-afghan-border_news{/dailymotion}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x