ورزش

راشد خان به د ویسټ انډیز پر وړاندې د نړیوالې شورا لوبډلې برخه وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ غويي، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو توپوهونکو په درجه بندۍ کې لومړی مقام او په یو ورځنیو لوبو کې دویم مقام لرونکی راشد خان د ویسټ انډیز پر وړاندې د یوولس کسیزې لوبډلې برخه شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر فیسبوکپاڼه په یوه راپور کې ویل شوي چې، «ددې پخلی وشو چې د لوړ پوړ افغان توپ اچونکی راشدخان به د انګلستان په تاریخي لوبغالي لارډز کې د ویسټ انډیز پر وړاندې په یوې شل اوریزه لوبه کې د نړیوالې شورا له یوولس لوبغاړو څخه وي».

تېره ورځ پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی و چې شاهد افریدي به یو ځل بیا نړیوالو لوبو ته راستون شي، هغه هم د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا ددغې یوولس کیسزې لوبډلې برخه ګڼل شوې ده، او ترڅنګ یې شعیب ملک هم په دغې لوبډله کې شامل دی.

راشد خان اوسمهال د هند په غوره لیګ سیالیو کې د سنرایزز لوبډلې لخوا لوبیږي.

د کرېکټ نړیوالې شورا، انګلستان، ویلز او د میلبورن کرېکټ کمیټۍ پریکړه کړې وه چې تېر کال په ویسټ انډیز کې د یوه سمندري توپان په راتلو د کرېکټ ۵ لوبغالي خراب شوي وو، چې د جوړولو په پار یې د چندې او فنډ راټولولو لپاره دغه لوبه جوړه کړه.

ټاکل شوې چې دا لوبه به د مۍ میاشتې پر ۳۱ نیټه د انګلستان په مشهور او تاریخي لوبغالي «لارډز» کې د ویسټ انډيز لوبډلې پر وړاندې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x