افغانستان

وردګ: په چاپه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ګڼ کورونه تخریب شوي / انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غويي، ۱۳۹۷ل): د وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې تېره شپه دولتي ځواکونو پر یوه کلي چاپه وهلې چې له امله یې یو ملکي وګړی مړ او دوه تنه کلیوال یې بندیان کړي دي.

د تفصیلاتو سره سم د وردګ ولایت چک ولسوالۍ د برخوات اړوند د علیشنګ پر کلي دولتي ځواکونو تېره شپه چاپه ووهله چې له امله یې یاده مرګ ژوبله او تلفات واوښتل.

د دغې سیمې یوه اوسیدونکي نن ټکی اسیا ته د چاپې وروسته د تر سره شویو تلفاتو او وژل شوی ملکي وګړي عکسونه هم را استولي او ویلي يې دي چې د محمد همایون ولد غلام حسن په نامه وژل شوي ملکي کس په خپل فصل کې اوبه لګولې چې ډزې پر وشوې او ځای پر ځای ووژل شول.
سرچینې ویلي چې عسکرو په کلي کې د کورونو دروازې په بمونو اولوځولې او په کور ور ننوتل چې له امله یې په کورونو کې ماشومان او ښځې هم د شپې ناوخته له خوبه راپاڅېدلې او له کوره سرتور سر وتلو ته مجبوره شوي دي.

هغه زیاته کړه چې تر چاپې وروسته معلومه شوه چې دولتي ځواکونو له ځانه سره دوه کلیوال حاجي حفیظ الله او امان الله بندیان بیولي دي او د یوه موټر سایکل د سوځولو تر څنګ یې د څلورو کورونو دروازې ور ماتي کړي دي.

لاندي انځورونه د همدې پيښې دي:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x