نظــر

د فلسطیني ماشومانو په اختطاف د نړیوالې میډیا خاموشي

israel press freedom by latuff2د جون په لومړۍ لسیزه کې ۱۷ تنکي ځوانان چې تر ټولو کشر ئې ۱۳ کلن او مشر ئې ۱۷ کاله عمر درلود، په لویدیځه غاړه کې وتښتول شول.

په دوی کې ځینې په نیمه شپه کې له کورونو څخه د وسلو په زور را ایستل شوي او ځیني نور بیا د لارو په سر په رڼا ورځ نیول شوي دي.

خو له یادو پیښو څخه د یوې په اړه هم په نړیوالو رسنیو کې راپور رانغی، او نه کوم لویدیځوال سیاستدان د دغو ماشومانو د ازادۍ غږ اوچت کړ.

د جون په ۱۲ تاریخ درې نور ځلمیان په لویدیځه غاړه کې ورک شول. د دوی ورکیدنه په سراسر نړۍ کې د میډیا تر پوښښ لاندې راغله، د تروریزم چیغې پورته شوې، او د امریکا او برتانیې د بهرنیو چارو د وزیرانو لخوا ئې د خلاصون غوښتنې خپرې شوې.

دغه درې تنه اسرائیلیان وه، او هغه ۱۷ تنه فلسطینیان.

که د (جلعاد شالیط) په نامه د هغه اسرائیلي عسکر چې په ۲۰۰۶ کال په غزه کې د فلسطیني ځواکونو لخوا ونیول شو او په ۲۰۱۱ کې خوشې شو پیښې ته وکتل شي، نو د دغو دریوو اسرائیلیانو موضوع به تر هغه پورې د لویدیځ د پاملرنې د محراق ټکی وي ترڅو پیدا شوي نه وي.

رسنیز تورتم

خو بالمقابل هغه ۱۷ تنه فسلطیني ماشومان به چې د وسلوالو اسرائیلو لخوا نیول شوي، د هغه رسنیز تورتم په تیارو کې ورک شي په کوم کې چې تل د نیواکګرو ځواکونو لخوا نیول شوي ماشومان ورکیږي.

ځیني به د یو څو ورځو، اونیو او میاشتو لپاره بندیان وي، د شکنجنې او تحقیق وروسته به خوشې شي. او ځیني نور چې یو څه ځوانان وي، به د اسرائیلو تر پوځي محکمې او زندان پورې ورسیږي، حال دا چې اکثرو اعترافاتو ته به په زور اړ ایستل شوي وي.

د بندیانو د پالنې او د بشري حقوقو د موسسې (الضمیر) د وینا له مخې دا مهال نږدې ۲۰۰ فلسطیني ماشومان د اسرائیلو په زندانو کې پراته دي چې ځیني ئې په انفرادي کوټو کې هم دي، دغه ټول ماشومان د فزیکي تیري او تعذیب له ګواښ سره مخ دي.

خو دغه ژورنالیستان چې اوس په ډیره تلوسه د دریوو اسرائیلي ځوانانو د ورکیدو له پیښې څخه ټوله نړۍ خبروي، د هغو ۱۷ تنکیو ځوانانو په حق کې به یوه کلمه هم ونه لیکي کوم چې اسرائیلي پوځ د روانې میاشت په سر کې نیولي دي.

که په لویدیځه غاړه کې د اشغال په نتیجه کې د هر لوري څخه ماشومان یا ځوانان ورکیږي باید راپور ئې ورکړل شي. خو غربي میډیا کې د راپور لپاره په ډیر دقت پیښې انتخابوي، همیشه د فلسطینیانو پرځای د اسرائیلو د نیول کیدو او تلفاتو په اړه راپورونه خپروي.

له تیرې اونۍ راهیسې چې درې اسرائیلیان ورک شوي د فلسطین د الخلیل ښارګوټی د اسرائیلو لخوا محاصره شوی، تقریبا ۱۰۰۰ تنه عسکر په ښارګوټي او پنډغالو کې دروازه په دروازه ګرځي او د ملکي خلکو کورونو ته ننوځي او تالاشي ئې اخلي، ۲۰۰ فلسطینیان نیول شوي، یو ۲۰ کلن فلسطینی په مرمیو ویشتل شوی، او د اسرائیلو حکومت د لویدیځې غاړې ځيني اوسیدونکي فلسطینیان غزې ته په جبري انتقال ګواښي.

اسرائیل تر دې حده پورې د فلسطینیانو په ژوندانه تسلط لري. خو داسې ښکاري چې غربي میډیا به دا تسلط یا قبول کړي او یا به پرې سترګې پټي کړي، غربي میډیا د تیرو پنځو ورځو په دوران کې د اسرائیلو د کړنو او د هغوی د غیر مشروعو اعمالو په اړه هیڅ تبصره نه ده کړې.

په غربي میډیا کې ټول ترکیز د اسرائیلو په ځوانانو دی، په داسې حال کې چې هغو زرګونو فلسطینیانو ته ډیره لږه پاملرنه کیږي کوم چې د یو داسې هیواد لخوا په ډله ییزه توګه شکنجه کیږي چې د دیموکراسۍ شعار هم اوچتوي.

فلسطینیان میندې نه لري

له دې پیښې څخه دا په ډاګه کیږي چې غربي میډیا د اسرائیلو او فلسطینیانو سره څرنګه د مور او میرې سلوک کوي، او BBC خو د غربي میډیا دغه دریځ په ډیره ښه توګه تمثیلوي.

BBC د ورکو اسرائیلیانو په اړه په دوامداره توګه تازه خبرونه نشروي، پر خپله ویب پاڼه د خپریدونکو مقالو له لارې د هغوی ننګه کوي، یوه مقاله ئې د (اسرائیل د ورکو شوو ځلمیانو د اختطاف پړه په حماس اچوي) تر سرلیک لاندې خپره کړې، د مقالې سره په ضمیمه ویډیو کې د یو اسرائیلي مور راڅرګندیږي او هیله څرګندوني چې زوی ئې په خوندي ډول بیرته راستون شي.

په داسې حال کې چې د BBC کتونکي د دغه اسرائیلي له حالت څخه باخبره ساتل کیږي، د هغو تنکیو فلسطیني ماشومانو په اړه په اغفال کې اچول کیږي چې په دوامداره توګه د اسرائیلي عسکرو لخوا تښتول کیږي.

BBC د خپلو کتونکو څخه داسې پیښې په پرده کې ساتي چې فلسطیني ماشومان او ځلمیان د اسرائیلي عسکرو لخوا وژل کیږي.

BBC نه د هغه ۱۴ کلن (یوسف الشوامره) د وژنې په اړه خبر نشر کړ کوم چې د مارچ په میاشت کې په داسې حال کې په ډزو وویشتل شو چې د سون لپاره ئې بوټي او خاشاک راغونډول، او نه ئې د ۱۸ کلن (ساجي درویش) په وژنې خبر جوړ کړ کوم چې په عین میاشت کې په داسې حال کې په سر وویشتل شو چې اوزې ئې څرولې. تیره اونۍ ۱۷ کلن (علي العوار) هم په غزې د اسرائیلو په راکټي برید کې ووژل شو، د نوموړي د وژنې پیښه هم له خپریدو پاتې شوه. د یوسف، ساجي او علي د هیڅ چا له مور سره داسې ویډیي مرکه تر سره نه شوه چې هغوی په کې د خپلو زامنو دائمي فراق ژړلی وي.

د (فلسطین سره د یووالي مبارزې) ټولنې د BBC څخه پوښتنه کړې وه چې ولې BBC د اسرائیلي پوځ لخوا د فلسطیني ماشومانو په وژنې سترګې پټوي، په ځواب کې ئې BBC ویلي وه: “مونږ ته د هرې وژنې د راپور اجازه نه شته”.

پوښتنه دا ده چې که بالفرض د فلسطینیانو په لاس اوه کلن او څوارلس کلن اسرائیلیان وژل شوي وای، ایا د BBC والو احساس به عین شی وای؟

د میډیا خاموشي

په تیرو څو ورځو کې نه یوازې BBC بلکې په مجموع کې ټولو غربي رسنیو د نیواک او اشغال په اړه راپورونو ته بیخي لږ ځای ورکړی.

دا مهال تر ۵۰۰۰ زیات فلسطینیان د اسرائیلو په زندانو کې پراته دي، د بښنې د نړیوال سازمان په شمول نورو ادارو هم د دې خبرې پخلی کړی. د (الضمیر) د راپور له مخې نږدې ۲۰۰ بندیان داسې دي چې یا ئې بالکل جرم نه دی کړی او یا ئې د جزم هڅه کړې خو د “احتياطي بند” پر اساس نیول شوي دي. همدا راز تر ۲۰۰ زیاتو بندیانو د اپریل د میاشتې راهیسې د احتیاطي زندان پر خلاف د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړی. له دوه میاشتو راهیسې د بندیانو لخوا د نه خوړلو د پراخ اعتصاب او د اسرائیلو د هغو کوښښونو چې غواړي بندیانو ته په زور خواړه ورکړي، په وړاندې د BBC ځواب بیا هم “سکوت او خاموشي” ده.

په عین شکل د فلسطینیانو د کورونو په نړولو هم د خاموشۍ پرده غوړول کیږي (د ۱۹۹۳ څخه راپه دې خوا د فلسطینیانو ۱۵۰۰۰ کورونه د اسرائيلو لخوا نړول شوي دي)، په دسته جمعي ډول د کلیو په ورانولو او د فلسطیني ماشومانو په وژنې سکوت اختیاریږي (د ۲۰۰۰ کال راهیسې ۱۴۰۵ ماشومان د اسرائیلو لخوا وژل شوي دي)، په غزه او لویدیځه غاړه کې فلسطینیانو ته د څښاک او د وینځلو پر اوبو د لګیدلي بندیز په اړه خاموشي غوره کیږي، او په غزې باندې د لګیدلو بندیزونو په اثارو او اغیزو لکه د دوايۍ او بریښنا په نشتون خوله چوپه نیول کیږي.

دا لړۍ لا هم جاري ده. د غربي میډیا د راپورونو د کتونکو له ډلې به څومره کسان له دغو شیانو خبر وي؟ څومره خلک به دا معلومات ولري چې په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو توکمپال دیوال د برلین د هغه دیوال څخه په لوړوالي دوه چنده او په اوږوالي څلور چنده غټ دی له کوم څخه چې مونږ په لویدیځ کې بیزاره وو؟ څومره خلکو ته دا معلومات شته چې فلسطینیانو له اسرائیلو څخه په ۱۹۴۸ کال کې خپل هیواد نیولی، او دا چې اسرائیل په یوه غلا شوې ځمکه باندې اباد شوی دولت دی، او د هماغه وخت څخه د عدالت نشتون او وحشي پوځي اشغال د اوسني وضعیت لامل ګرځیدلی؟

د دې پوښتنو په ځوابونو د پوهیدونکو خلکو شمیر به په هغې اندازه وي په څومره اندازه چې رسنیز راپورونه کوښښ کوي دوی په تیارو کې وساتي. دوی د همدغو ناڅیزو معلوماتو پر بنسټ اسرائيلي اشغال په بشپړ ډول نه شي پیژندلی او د یو فلسطیني وګړي په ژوندانه باندې د اسرائیلي اشغال منفي تاثیرات او اغیزې نه شي درک کولی.

دا د کتونکو او نندارچیانو هغه قشر دي چې د غربي ژورنالیستانو په لاس د دغسې انتخاب کړل شوو راپورونو په مټ جوړ شوي، کوم چې مونږ روانه اونۍ ولیدل. او دا هغه کتونکي دي چې یوازې د همدوی ناپوهي او بې خبري د فلسطینیانو په تاوان او د اسرائیلو په ګټه تمامیدی شي او بس.

لیکنه: امینه سلیم

ژباړه: سعادت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x