افغانستان

د کندوز ولایت په مرکز او شاوخوا ولسوالیو کې تړل شوي مکتبونه پرانیستل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غويي، ۱۳۹۷ل): د کندوز ولایت هغه تر ۴۰۰ ډېر هغه مکتبونه بیرته پرانیستل شول چې د تیرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د طالبانو او دولت تر منځ د اختلاف له امله تړل شوي وې.

د کندوز ولایت د پوهنې سرپرست رئیس رستم احمدي ویلي چې د مکتبونو د بیرته خلاصېدو په اړه د قومي مشرانو او طالبانو تر منځ شفاهي پرېکړه شوې ده.

بلخوا طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ددوی د تعلیم او تربیې د کمیسون په هڅو هغه تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیستل شولې چې د دولت له لوري تړل شوي وې.

دوی په خپلې خبرپاڼې کې لیکلي: «د کندوز ولایت په مرکز او خواو شا ولسوالیو کې له تیرو څو میاشتو راهیسې د ګوډاګي رژيم چارواکو لخوا د ښوونځیو او لیسو مدیرانو، ښوونکو او کارکوونکو ته د معاشونو د نه ورکولو په شمول یو لړ ستونزې جوړې شوې وې، چې له امله یې لسګونه ښوونځي او لیسې د سقوط له ګواښ سره مخ او ښوونیز بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی و. خو په کندوز ولایت کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې سیمه ییزو مسئولینو د دغې ستونزې د هواري لپاره د هغې د پیل له لومړۍ ورځې راهیسي جدي هلې ځلې پیل کړې وي تر څو یې د الله په نصرت او د کندوز د درنوقومي مشرانو په همکاري او همغږۍ سره بالاخره نن یادو ستونزو ته د پای ټکی کیښود او د کندوز ولایت تول تړل شوي ښوونځي له سره پرانیستل شول».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x