د مرحوم امیرالمؤمنين یاد … حافظ عَزام

شاعر : حافظ محمد عَزام

ستـا د هجـران شیبـې لا مَـل دي لـه کاروانه سره
پـه زړو کـي پـټ سـاتـي دردونـه لـه ارمانه سره

مـرحـوم امیـرالمـؤمنینه رب دي در کــړي جنـت
ژوند دي کـړو تیـر لـه ننـګ غیـرت او له ایمـانه سـره

ستا پـه فـراق بـانـدي رهبـره ټول اُمت خفـه دی
لا په ګریوان یې اوښکي څاڅي له خفګانه سره

لا یې د مینــي تنــده مـاتـه نــه وه ستــا پــه دیـدن
نـاڅـاپــه یــوړلـې مـرګـي لـه خپلـه ځـانـه سره

در پســـي ژاړي اولســـــونـــه مـــدام تــا یــادوي
کلــی او کـور دي تنهـا پــریښــود لـه جهـانـه سـره

سهــار مــاښـام درپسـي پـورتـه پـه دعا لاسـونـه
لـه ربــه غــواړي درتـه حـوري لـه غلمانـه سـره

درپسـي کـړې اِقتِـدا بـه عَــــــــــزّام مـاتـه نکـړي
ځکـه یـې کـړې ده وعـده لـه پاک سبحـانه سـره

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

ماشاالله حافظ صاحب ډیر ښه الله دی خیر په نصیب کړه ریښتیا هم چی همداسی ددیدن په آرمانی ټول ولسونه پاتی شول الله داسلام دی ستر خلیفه تته فردوس جنت ورنصیب کړی او دده لارویان دی الله دده په نقش قدم قایم او دایم ولری،