دوکه ماره ښځه

ژباړه: غنچه ګل ارمان

يوه ښځه د سوداګرو دېرې ته لاړه. هلته يې ناستو کسانو ته اشاره وکړه چې يو کس راشئ. يو ور پاڅېد او نږدې ورغی.

سړي ښځې ته وويل: خيريت خو به وي؟

هغې وويل: يو کار مې دی که څوک يې را ته وکړي ۲۰ ديناره ورکوم.

هغه وويل: څه کار دی؟

هغې وويل: زما ميړه دا لس کاله کيږي کاروبار پسې وتلی او تر اوسه نه دی راغلی او نه يې خبر.

هغه وويل: خدای دې يې په خير در ته راستون کړي.

هغې وويل: يو څوک مې په کار دی چې قاضي ته را سره لاړ شي، هلته ووايي چې زه د دې ښځې ميړه يم، او بيا مې طلاقه کړي. زه هم غواړم چې د نورو ښځو غوندې ژوند وکړم.

هغه ور ته وويل چې زه به در سره لاړ شم.

دواړه قاضي ته ورغلل او په مخ کې يې ودرېدل.

ښځې وويل: قاضي صيب دا زما ميړه دی، لس کاله را نه ورک وو، اوس راغلی او طلاقوي مې.

قاضي سړي ته مخ کړ او پوښتنه يې ترې وکړه چې ته د دې ميړه يې؟

هغه وويل: هو.

قاضي بيا پوښتنه ترې وکړه چې دا ښځه طلاقوې؟

هغه ور ته وويل: هو.

قاضي ښځې ته مخ واړاوو او ترې ويې پوښتل چې ته په طلاق خوښه يې؟

هغې وويل: هو قاضي صيب.

قاضي سړي ته وويل چې طلاقه يې کړه.

سړي وويل چې طلاقه ده.

ښځې قاضي ته وويل چې قاضي صيب ده خو زه دا لس کاله يوازې پرېښې وم، نه يې خرڅ او خوراک راکړی او نه يې زما پوښتنه کړې. زه د لسو کلو نفقه او د طلاق د مودې خرڅ غواړم.

قاضي سړي ته وويل چې ولې دې يوازې پرېښې وه او د خوراک او پوښاک لګښت دې هم نه ور کاوو؟

سړي له ځان سره وويل چې په غم خو واوښتم خو که اوس په شا ځم کېدی شي چې نوره هم خبره خرابه شي. سړي قاضي ته وويل چې زه ډېر لرې وم او لاس مې نه ور رسېد.
قاضي ور ته وويل چې بيا نو دوه زره ديناره نفقه ورکړه.

سړي بيا له ځان سره وويل چې که دا پيسې ور نه کړم، کېدی شي بندي مې کړي. قاضي ته يې وويل چې ځه ور به يې کړم.

ښځې چې له سړي نه دوه زره ديناره جېب ته کړل، شل ديناره يې بېرته راواېستل او سړي ته يې ونيول چې هں واخله دا دې هغه مزدوري. او نوره لاړه په خپله مخه!

درس:
ډېر کله ټګ او برګ خلک يا د مظلوميت په څېره کې په سړي بريد کوي، او يا د اسانې او پرېمانې ګټې د وعدو له لارې. د ټګانو په لومو کې ډېر هغه خلک نښلي چې يا ډېر خوش-باوره وي او يا غواړي چې په يوه وار باچا شي.

ځکه نو، سړی بايد هېڅکله هم د داسې کارونو مسؤوليت پر غاړه وا نه خلي چې له ده پورې اړه نه لري، او نه هم بايد هېڅ داسې کار وکړي چې پايلې يې نه شي سنجولی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د