fbpx
د ملا محمد عمر مجاهد انځور

مرحوم امیر المؤمنین د خپلې پیړۍ مجدد و / خاطره

عبدالحنان همت

د طالبانو د پاڅون لومړي وختونه وو کندهار ولایت تازه نیول شوی و موږ او مرحوم امیرالمؤمنین په یوه حویلۍ کې چې هغه وخت دغه ځای ته د والي کوټۍ (دوالي کور) ویل کیدل اوسیدلو .

د نظام قراول په برخه کې موږ او شاته مشران وو، اکثر وخت به مو ډوډۍ هم ورسره خوړله چې انتهاي ساده وه، ځکه اوس مې یوازي پټاټې په یادیږي، لمونځ به مو هم یوځای ورسره کاو، داچې د ده او نورو طالب مشرانو لیدل راته مهم و نو له موقع څخه په استفادې به مو هره کړنه په دقت سره څارله.

هغه وخت کې غالبا ټول مشران دلته په همدې حویلۍ کې اوسېدل ـــ هره شپه به تر ناوخته مجلس روان و، د ورځنیو کارونو او فیصلو به جاج اخستل کیدی او د راتلونکې لپاره به په مشوره سره پلان جوړیدی، له نورو ولایتونو به د جهادي قومندانانو، علماوو او قومي متنفذینو پلاوي هم دلته را تلل.

دلته په دوو کوټو کې د لنډ وخت لپاره موقتي بندیان هم ساتل کېدل .

زموږ یوه ملګري یو بندي د را ایستلو پر وخت یو چاپلاخه وهلی و او په دغه وخت کې امیر المؤمنین هم لیدلی و،
ماخستن موږ ویدېدلو چې امیرامؤمنین کوټې ته را ننووت، زموږ د مشر ملا محمد اخند پوښتنه یې وکړه، موږ هم په وارخطایې هغه ورته راخبر کړ .

هغه ته یې وویل چې انډیوالان دې پوه کړه زندانیان دې نه وهي، وهل او تعذیب دمحکمې له فیصلې وروسته وي، مولوي پاسني صاحب ته (دهغه وخت قاضي) بندیان لیږئ چې هغه یې په اړه فیصله وکړي، تاسو یې یوازي د ساتلو مسؤلیت لرئ،

پر دې خلګو تر موږ مخکې هم سخت ظلمونه شوې، موږ یې باید نور اوښکې پاکي کړو او څو نوري لنډې سپارښتنې یې وکړې چې اوس مې هیري دي .

مرحوم امیر المؤمنین له هغه وخت وروسته هم ما څوځله نور لیدلی و او هغه ملګري چې له ده مرحوم سره به ټول وخت اوسیدل د هغوی له خولې مو هم ډیرې کیسې اوریدلي دي .

چې په ټوله کې سړی ویلی شي چې امیرالمؤمنین د سیاست او امامت په برخه کې د خپلې پېړۍ بې مثله مجدد و .

دی که څه هم غټ عالم او فصیح خطیب نه و، خو موثر دعوت یې ټول د عمل له لارې و، هغه په عمل کې داعي و، هغه خلګ چې له ده سره یې له نژدې رابطه وه ټول په یونه یو ډول د ده په عظیمو خصلتونو رنګیدلي .

ټول د ده په ډول د خپل هدف په وړاندي هر ډول قربانۍ ته تیار دي، ټول تر ډیره حده له هر ډول فساده پاک دي او … .

مرحوم امیرالمؤ منین انتهایې قاطع، جراتمند، قربانۍ ته تیار او له هر ډول تصنع څخه پاک و، که تاسو د امارت مشرانو ته متوجه شوې یاست دا صفتونه الحمد لله ټولو هغو کسانو ته انتقال شوی چې له ده سره یې ناسته پاسته درلوده.

او یاد صفتونه له هغو څخه بیا نورو هغو کسانو ته چې له دوی سره له نژدې راشه درشه انتقال شول،
او دا لړۍ به تر ډیره وخته دوام لري .

مرحوم امیر المؤمنین د خپلې پیړۍ یوازنی کس و چې عملا یې دین او سیاست سره یوځای کړ.
مرحوم امیر المؤمنین د خپل حاکمیت په دوران کې دنړۍ داستعماري قدرتونو له مختلفو فشارونو سره مخامخ شو .
خو داسلامي شریعت په تنفیذ دبتانو دنړولو او داسامه په موضوع کې له حده زیات فشارونه له مختلفو لارو پر ولویدل خو پر الله دتوکل له مخې یې هر څه وزغمل ولي له خپلو ارزښتنو تېر نه شو.

مرحوم امیرالمؤمنین یوازنی کس و چې دوخت دهر استعمار له قدرت او دبدبې څخه مطلق بې پروا و.

هغه ثابته کړه چې دخپل یوه مظلوم مسلمان ورور په دفاع کې هرڅه ته تیار دی، خو د اسلامي امت پر لمن استعمار ته دسر ټیټولو تور داغ نشي زغملی .

نو ځکه موږ ویلی شو چې مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد دسیاست په برخه کې دخپلې پیړۍ بې مثله مجدد و .رحمه الله

avatar
3 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

چې نوم یې اورم پسې ژاړم دده خبرې به په ګور کې هیرومه عمر خو لاړ بلې نړۍ ته پاتې میراث به یې په سر باندې ساتمه د اسلامي غورځنګ زمریه انډیوالان دې اوس په فخر یادوینه په شهادت کښې د شک نشته له لمانځه وروسته تل دوعا درته کومه !

Zadran
میلمه
Zadran

پتنګ صاحب ،امیر محمد عمر صاحب،شهید شوی نه دی ،بلکی له دی دنیا څخه یی رحلت کړی دی.شهید لغات استعمال هغه چا ته کیږی چه د حق او باطل جنګ کی مخامخ په ګولی لګدلی وی،

پتنګ
میلمه
پتنګ

ځدران صيب مننه خبره دي روغه ده. مننه زه پوهيږم ! دا زما تشبيح ده خو هغه محترم دومره دازادي کارونه اوغزا کړي چي د شهادت له درجي ډيره لوړه ده او هم هر مسلمان که عرب وي او که عجم. افتخار او وياړ پري کوي !

اسحق
میلمه
اسحق

پتنګ صاحب ! ځدران صاحب خو د دجالی طاغوت پیامبر دی . د دجال په خدای کی د ځدران صاحب د اکازوی نجیب ته [[ چه د مجاهدینو له خوا ورته د دوه میلونو مسلمانو افغانانو د شهادت کولو سزا واورول شوه ]] او یا امین لعین ته چه روسانو مردار او په زهرو وپړساوه شهیدان وایی . مخکی له دی چه تاسی مشر ملا صاحب ته د شهید دمقام سپیحلتیا ورکړی د دجال له پیامبره ( ځدران صاحب ) پوښتنه کوه مشر ملا صاحب خو د دجال تر ټولو لوی دشمن او دمهدی ع حیثیت او مقام لری دجال… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

اسحق صاحب،دا چه تا لیکلی چه مشر ملا صاحب د مهدی ،مقام ،او حیڅیت درلود،نو د دی کوم ثبوت شته؟په کوم کتاب کی یی لیکلی چه مشر ملا ،مهدی مقام او حیڅیت درلود؟خامنه یی ،د ایران مشر وایی چه.زه د مهدی نماینده یم،مبالغه کوی،

Haqqani
میلمه
Haqqani

100Afrin Ishaq jana