د دوو سپرو شخړه

ژباړه: غنچه ګل ارمان

وايي چې پخوا وختونو کې دوه اس-سپاره له يوه بل سره د يوې پخوانۍ مجسمې (پژۍ) تر څنګ تېرې شوې لارې کې مخامخ شول. د دواړو يې د پژۍ د رنګ پر سر شخړه شوه. يوه ويل چې ژېړه ده، بل ويل چې آبي ده. هر يوه پر خپل خبرې ټېنګار کاوو. هر يوه د بل د خبرې د ناسمې ثابتولو هڅه کوله. هر يوه ته بل ناسم ښکارېد، ځکه چې هر يوه په غړېدلو سترګو هغه څه ليدل چې ويل يې.

په داسې حال کې چې دواړه په حقه وو ځکه چې د پژۍ مخه او شا په دوو بېلو رنګونو (ژېړ او آبي) رنګ شوې وه، مګر پر خپلې خبرې کلکو درېدلو يوه ته هم دا فُرصت ور نه کړ چې له خپل ځايه يو څو ګامه واخلي او د پژۍ هغه بل اړخ وګوري.

درس

له نورو سره زمونږ ستونزه هغه وخت لوييږي، کله چې مونږ په دې باور شو چې مونږ ريښتيا وايو او بل دروغ، او کله چې مونږ په دې باور شو چې مونږ په حقه يو او نور ناحقه. مګر ډېر کله دا هېروو چې هره مسئله کېدی شي څو اړخه ولري او کېدی شي ريښتينی انځور ليدل يوازې هغه وخت ممکن وي چې له ټولو اړخونو ور ته وکتل شي.

ځکه نو بايد د يوې مسئلې د ټولو اړخونو له څېړلو مخکې د هغې په اړه د سم او ناسم او ګټور او تاواني پرېکړه و نه کړو، بلکې د مسئلې بېلابېل اړخونه وګورو، د خپل او بل دواړو له زاويو ور ته وګورو او بيا پرېکړه وکړو. د بل په اړه دريځ نيولو کې بايد ځان يو وار د هغه پر ځای وګڼو او بيا نظر ورکړو. ان که يو شی مونږ په خپلو سترګو وګورو هم، بايد يو وار يې په اړه پلټنه وکړو. ډېر کله سترګې هم دروغ ويلی شي او غوږونه هم يو شی غلط اورېدی شي. هغه د استاذ علي طنطاوي (۱۹۰۹- ۱۹۹۹م) خبره مو نه ده اورېدلې چې په “تعريف عام بدين الإسلام” کتاب کې يې د سترګو د تېروتنې په اړه کړې؟ هغه وايي که په اوبو کې يوه سيخه لښته نيمه ننه کړئ، ګورئ به چې کږه ښکاري، په داسې حال کې چې لښته به سيخه وي مګر په اوبو کې به د وړانګو د ماتېدنې له کبله په سترګو کې د لښتې مات او کوږ انځور جوړيږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.