افغانستان

ډاکتر عبدالله: د کمېسون پایلې راته د منلو نه دي

نن ټکی آسیا: ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید ډاکتر عبدالله عبدالله نن اعلان وکړ چې د ټاکنو د کمېسون اجراءت او پایلې ورته د منلو نه دي.

ډاکتر عبدالله نن پنجشبه /غبرګولی ۲۹مه/ په یوه خبري کنفرانس کې وویل تر هغې چې د د ټاکنو د خپلواک کمېسون د دار الانشاء رئیس کار ته دوام ورکوي، د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي.

عبدالله تېره ورځ د ټاکنو له کمېسونه غوښتي وه چې د رایو د شمېرلو بهیر دې ودرول شي.

ده په دې ټینګار وکړ چې د ټاکنو کمېسون دده د تېرې ورځې د غوښتې په اړه هيڅ توجه نه ده کړې.

د ټاکنو کمېسون د عبدالله دا غوښتنه چې د ټاکنو شمېرلو بهیر دې ودرول شي، بې منطقه بللې، دوی وايي چې عبدالله دې ورشي او له دوی سره دې خبرې وکړي.

خو ډاکتر عبدالله وايي چې هغه وخت مو د رایو د شمېرلو د بهیر د درولو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو د کمېسون اعتبار تر سوال لاندې راغی.

دی وايي چې دولت او د ټاکنو کمېسون دغې ستونزې سره بې اعتنايي کړې او دده د غوښتنې ځواب یې نه دی ورکړی.

ډاکتر عبدالله په وینا تر هغې چې زما د ناظرانو پرته د رایو شمېرلو بهیر روان وي، د ټاکنو د کمېسون اجراات موږ ته د منلو وړ نه دي.

دی وايي چې دده د ټیم موقف دادی چې له دې وروسته دوی ته د ټاکنو د کمېسون هر ډول اجراات دوی ته د منلو وړ نه دي.

ډاکتر عبدالله تر هغې وروسته د ټاکنو د کمیسون سره ناندرې پیل کړې چې کمېسون په ټاکنو کې د ۷ میلیونو کسانو د ګډون اعلان وکړ، ډاکتر عبدالله وايي چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې د رایه اچوونکو شمېر خورا کم و، کمېسون چې د ۷ میلیونو کسانو د ګډون اعلان کړی، دوی میلیونو تقلبي رايې دده سیال ته اچولي.

همدا راز ده د ټاکنو د کمېسون د دار الانشاء رئیس ضیاء الحق امرخیل د لرې کولو غوښتنه وکړه، د نوموړي په وینا امرخیل درغلي کړې خو امرخیل او د ټاکنو د خپلواک کمیسون رئیس یوسف نورستاني بیا دغه تورونه ردوي او وايي چې د امرخېل د لرې کولو لپاره اسناد نه لري.

ټاکل شوې ده چې د ټاکنو د دوهم پړاو لومړۍ پایلې به د چنګاښ په ۱۱مه او وروستۍ به ددغې میاشتې په ۳۱مه اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x